ضعیف: ”طالبان به د پاکستان فشار ته تسليم نه شي“

خپرونکی: ډيلې ټايمز ورځپاڼه
ژباړه: تميم توفيق
اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي پاکستان په طالبانو فشار وارد کړی، ترڅو د پخلاينې په پروسه ورګډ شي، خو دوی به دغه فشار قبول ونه مني.
ضعيف ډيلي ميل ته په تليفوني رابطه کې ويلي: (کله چې د مذاکرې ميز ته د طالبانو د راکشولو هڅه شوې، پاکستان ځينې طالب مشران نيولي دي او پاکستان په طالبانو فشار زيات کړی، مګر دوی به هغه څه ونه مني چې پاکستان يې انجامول ترې غواړي.
اوس پاکستان د (APAPPS) Afghanistan-Pakistan Action plan for peace and solidarity (د افغانستان-پاکستان د سولې او پيستون عملي پلان) لاندې د افغانستان په مشرۍ کې د افغان سولې ملاتړ ته ژمن دی او د دې پلان له مخې د پخلاينې حمايت کوي، (APAPPS) د دواړو هيوادونو تر منځ په سيمه کې د تروريزم ضد همکارۍ، د تاوتريخوالي د کمښت او د پخلاينې او سولې هڅو د پيشرفت لپاره يو ګډ عملي پلان دی، چې خپل هيواد ته د مهاجرينو بيرته ستنېدا او د ګډ اقتصاد پرمختګ هم پکې شامل دي.
د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي کابل ته د سفر په مهال، چې د اپريل په ۶مه ترسره شو، طالبانو ته د ولسمشر اشرف غني د سولې او پخلاينې د وړاندي هرکلی وکړ او دواړو مشرانو په طالبانو غږ وکړ چې دې وړانديز ته مثبت ځواب ورکړي او له نور ځنډ پرته د سولې پروسه کې ګډون وکړي.
ضعيف وويل: (طالبان د پاکستان او ايران په شمول د هيڅ هيواد له لاري معامله نه غواړي، بلکې دوی غواړي د بل هرچا له شموليت پرته له امريکا سره مخامخ مسائل حل کړي.)
ملا عبدالسلام ضعيف چې په پاکستان کې د طالبانو د حکومت په مهال سفير و، په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان کې ونيول شو او د امريکا لخوا د طالبانو د حکومت له نړيدو څو مياشتې وروسته امريکا ته وسپارل شو.
امريکا ملا ضعيف د څو کلونو لپاره په ګونتانامو بې زندان کې بندي کړ او بلاخره يې په ۲۰۰۵م کار کې ازاد کړ. نوموړی تر ۲۰۱۰م کال پورې د خاصو تروريستانو په ليست کې شامل و، خو وروسته ترې وايستل شو.
پخواني طالب استازي د دې سوال په ځواب کې چې، ولې طالبان د کابل رژيم لخوا د سولې مذاکرې ته وبلل شول، وويل: طالبانو تر اوسه پورې په سياسي نظام کې د ګډون کولو وړانديز نه دی منلی.
(طالبان تر اوسه پورې کابل رژي يو غير قانوني حکومت بولي، او بل طالبان غواړي افغانستان د اشغالګرو له منګولو ازاد کړي. دوی غواړي په هيواد کې اسلامي نظام نافذ کړي.)
ضعيف د اشرف غني له لوري د سياسي ګوند په توګه د طالبانو د پيژندنې د وړانديز په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وويل:
(زه متيقن يم چې کابل اداره د طالبانو د اهدافو درک او پېژندلو ته اماده نه ده. ځينې طالب مشران باور لري چې د سياسي ګوند په توګه د طالبانو پيژندلو تر شا توطيه او سازش موجود دی؛ ځکه خو يې دغه وړانديز نه دی منلی.)
اشرف غني د فروري په ۲۸مه د کابل پروسې په ناسته کې په خپلو خبرو کې طالبانو ته وړانديز وکړ چې په هيواد کې دننه دې دفتر پرانيزي.
ضعيف يوې بلې پوښتنې ته په ځواب کې وويل: پاکستان دې ته ليواله و چې طالبان په سياسي نظام کې شرکت کونکي وويني؛ ځکه دا هيواد له جدي تورونو سره مخ وو.
طالب استازي په کلکو ټکو وويل چې تر څو خارجي ځواکونه افغانستان پرېنږدي، طالبان به دا غوښتنې ونه مني. نوموړي دا هم وويل چې امريکا تر اوسه پورې له مختلفو لارو طالبانو، سيمې او د افغانستان خلکو ته د ستونزو په پيدا کولو کې لاس لري او په سيمه کې روان وضعيت د امريکا له لوري د افغانستان له اشغال سره خراب شوی دی.
ضعيف وويل: امريکا بايد ضرور خپله سرټمبګي پرېږدي او په هيواد کې جګړو ځپليو اړخونو ته موقع ورکړي چې ستونزه په خپلو کې حل کړي. (واشنګټن بايد دا د ځان لپاره د غرور مسئله ونه ګرځوي او بايد په ټوله کې سيمې ته او په ځانګړي ډول افغانستان ته د نورو بې ثباتيو راپيدا کولو څخه ډډه وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close