ډک کړه له مرمو ورته شرید غازي

عمر (عمري)

ډک کړه له مرمو ورته شرید غازي

وکړه پر دښمن مرګونی برید غازي

 

بیا چې نشي پورته او راپرېوځي

داسې پرې ګذار وکړه شدید غازي

 

ستا الله ناصر دی چې مایوس نشې

عزم کلک ساته لکه حدید غازي

 

واړو کې دې ګټې دي زما یاره

ته که شې زخمي، اسیر، شهید غازي

 

هغه په ښکاره باطل پلوی دی

کوم چې کوي تا باندې تردید غازي

 

ستونزې او ستړیاوې دې قبولې شه

در دې کړي الله توفیق مزید غازي

 

وایم (عمري) چې دنګ یې وساته

توغ د امارت او د توحید غازي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close