ډیموکراسي او افغانستان

نصیب ځدراڼ

 ډیموکراسي” د یوناني ژبي لفظ دی. ډیمو مطلب “خلک” او کراسي مطلب “قوت یا واکمنې” ده.یانې د خلکو واکمني.

مطلب چې ډیری خلک یا د خلکو اکثریت چاته رایه ورکړي هغه واکمن شو.

په غربي هیوادونو او هند کې دا نظام ډیر په کامیابۍ سره پر مخ روان دی،د ډیموکراسي یا انتخاباتو د لاري واک بلې ډلې ته حواله شي.

ډیموکراسې کې انتخاب شوي خلک دا اختیار لري چې د خپلي خوښې قانون جوړ او عملي کړي، مثلاً څو ورځې مخکې په هند کې قانون جوړ شو چې “زنا” جرم نه دی،یا په فرانس کې دا قانون جوړ شو چې همجنس بازان د یوه بل سره واده کولی شي، او په ټولنه کې آزاد ژوند کولی شي.

که یو طرف ته یو شرابي کاندید وي،بل طرف ته یو نیک انسان کاندید شي، که ډیری خلکو شرابي ته رایه ورکړه نو هغه واک ته ورسیدو او د هر څه کولو اختیار په لاس کې لري.

 زموږ په وطن کې ډیموکراسې هم د امریکایي یرغل غوندي تپل شوې ډیموکراسي ده، واک ته رسیدلي خلک بې اختیاره وي، زموږ د مرګ ژوند،او راتلوکي فیصلې د پارلمان او ارګ پر ځای په باګرام کې کیږي،فرض کړو که د پارلمان ټول غړي د ولسمشر په شمول دا پریکړه وکړي چې امریکایان دي زموږ وطن پریږدي نو څومره امکان لري چې د دوی دا پریکړه به عملي شي؟یا که دا پریکړه وکړي چې موږ د ناټو په بمبار کې وژل شویو خلکو پلتڼې کوي تر څو چې د دوی قاتلان محکمې ته حاضر کړو؟ نو زموږ دولت،ډیموکراسي،امنیتي ځواکونه،او پارلمان دومره اختیار لري چې یو امریکایې پیلوټ په دي جرم بندي یا د اعدام کړي چې تا تیره میاشت په میدان وردګ کې د واده په مراسمو بمبار کړی وو او د ناوې په شمول دي اتلس تنه شهیدان کړي وو؟

په تپل شوې ډیموکراسي یو ریشخندي مثال په تیرو انتخاباتو کې موږ ولید، خلکو د انتخاباتو په کمپاینونو کې شپه ورځ ځانونه ستړي کړل،او هیله یې درلودله چې نوی راتلونکی حکومت به بدلون راولي، د اشرف غني او ډاکټر عبدالله د واک په سر شخړه منځ ته راغله،او بیا جان کیري راغی لکه کوچنیانو ته چې شیرینې ور ویشي داسې یې واک ور تقسیم کړل.

لوی شرم هلته وو چې په میډیا هغه انځورونه خپاره شول چې جان کیري به په یوه لاس اشرف غني نیولی وو بل باندي به یې عبدالله نیولی وو او د یو بل طرف ته به یې کشول.

یو دا فکر هم دی چې که اهل او نیک خلک ځانونه کاندیدان کړي نو ولي به بیکاره خلک په موږ حاکمان کیږي، دا تجربه په مصر او الجزایرکې اسلامپالو ډلو وکړه خو ناکام شول،د ډیموکراسۍ په شرایطو یې عمل وکړل او واک ته ورسیدل، خو دپوځ په قوت یې د دوی حکومتونه نسکور کړل.

په مصر کې اویا کاله وشول اخوان المسلین په دي لټه کې ده چې د انتخاباتو د لاري به واک ته ورسیږي خو واک ته چې ورسیدل، پوځ کودتا ورباندي وکړه،د ولس په خوښه ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي یې په زندان کې بندي کړ اوس په شل کاله بند یې محکوم کړ.

ډیموکراسي د واکمنۍ یو نظام دی،چې غربي هیوادونه په ډیر ښه توګه تر پورته کوي،مثلاً هلته څوک د ټرافیکي قانون څخه سر غړونه نشي کولی،څوک د انسان څه چې د حیواناتو ژوند هم نشي اخیستلی، د لومړي وزیر نه تر عادي چارواکي پوري هر څوک چې په اداري فساد،غله،د دولتي قانون څخه سر غړونه وکړي له خپلې دندې څخه ډیر په آسانۍ سره شړل کیږي،دا نظام د دوی په طبعه او غوښتنو برابر نظام دی،دوی د دین څخه لیري خلک دي نو په روانو حالاتو او د خپل خواهشاتو د پوره کولو لپاره دوی په خپل قانون کې تغیر راولي.

خو زموږ په وطن کې داسې نه ده،دلته ډیموکراسي د یرغل د دوام لپاره په موږ تپل شوي ده،په اتلس کالو کې مو نه نوی ښار ولید چې اباد شو،نه مو لوی پوهنتون ولید چې اسناد یې په نوره نړۍ کې منل کیږي یا د خارج نه محصلین دلته د درس لپاره راشي او درس پکې و وایې،مریضان،زخمیان مو پاکستان او هند ته مجبور دي او څوک چې وسایل نه لري هغوی بیا مرګ ته انتظار دي،بسته کلي بمبار شي څوک یې پوښتنه نه کوي.

کاندیدان اکثریت هغه خلک دي چې لاسونه یې په مرګونو، رشوتونو او نورو جرایمو ککړ دي،زموږ په رایه ورکولو سره که داسې څوک واک ته ورسیږي چې بدکار،قاتل یا خاين وي،نو د هغه په کړنو کې به موږ د برابر شریک یو.

زموږ د هیواد خیر په اسلامي نظام کې دی، بلکې د افغانانو ټولنیز ژوند او اکثر رواجونه لکه ستّر،په جوماتونو کې فیصلې، د مشرانو احترام، د حرام کاروبار لکه سود څخه کرکه او ډیر کارونه مو شرعي دي،موږ الحمدلله د قرآن کریم په شکل کې د ژوند تیرولو لپاره مکمل قانون لرو،د حکومت،اقتصاد،عدالت،قانون،ټولنیز ژوند د هر څه لپاره لارښونه پکې شته،د انتخاباتو د دروغجنې ډرامې پر ځای باید د حقیقي او خپلواک شرعي نظام لپاره باید هڅه وکړو،تر څو چې مؤمن،غیرتي او نیک خلک په ځان حاکمان کړو نه د اشرف غني چې کله یې په جنازه کې سجدې لګولې کله به یې په رڼا ورځ تهجد کول او دوستم غوندي د دښت لیلې د زرګونو شهیدانو قاتل چې د ایشچي په شرمونکې کیسه ټوله نړۍ وغګیده،غوندي خلک یو ځل بیا په ځان حاکمان کړو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close