ژورنالیزم او په ټولنه یې اغیزې!

خالق یار احمدزی

له کله چې امریکایي تاړاک د افغانستان خاورې ته په ډیر غرور داخل شو،  نو له فزیکي او وسلوال جنګ سره سره یې رسنیزې جګړې هم پیل کړې.

د ځوان نسل د بې لارۍ او د خپلو تبلیغاتو د رسونې  په خاطر یې په سلوګونو، چاپي، انخوریزې او غږیزې رسنۍ په لار واچولې چې د اذهانو په مغشوشولو  او د ملت په دوکه کولو کې یې رغنده رول ولوباوو.

رسنۍ د کړکیچونو په جوړولو او کنټرولولو کښې مهم رول لري. هغوی په مختلفو طریقو کوشش کوي، چې په نښه کړو ډلو ذهني فضا د واکمنانو د غوښتنو او موخو په لړ کښې برابره کړي.

انګلستان په ۱۹۸۲ کال کښې له ارجنټین سره د فالکینډ په جنګ کښې، د امریکې د ویتنام د جنګ له تجربو کار واخیسته.

دا د پر مختللو رسنیو د تیزو سترګو په وړاندې د برطانیې وړومبنۍ جنګي تجربه وه.

په سویلي اټلانټک کښې د جنګي سیمې لرې والي رسندوی مدیریت اسان کړ. د سمندري ځواک کشتۍ محدودې وې او دا حکومت او د پوځ مشران وو، چې د فیصلې کولو توان یې درلود. غیر انګلیسي رسنۍ تقریباً ټولې حذفې شوې وې او له جنګي سیمې څخه د خبرونو او رپورټونو لیږل تر کنټرول لاندې وو، خبري استازي هم مجبور وو، چې په سمندري ځواک اعتماد وکړي او خبرونه د هغوی له لارې مخابره کړي.

رپورټونه به په ځنډ سره او له سیسنر کیدو وروسته مخابره کیدل. د انګلستان حکومت او پوځ د (دوکې او فریب)، د غلطو خبرونو misin­formation د وړاندې کولو او د بې خبر ساتلو­ Disinformation خبري سیاست اعمال کړ. د فاکلینډ د جنګ په دوران کښې د انګلیسي رسنیو مدیریت د امریکې د پوځي رسنیو لپاره یو داسې ماډل ایجاد کړ، چې هغه یې په نورو جنګونو کښې وکاروه.

د نني اطلاعاتو او ارتباطاتو په دور کښې رسنۍ د کړکیچ د رامینځته کولو، د هغه د کمولو یا زیاتولو او کله کله د جنګ جوړولو لپاره په یو قوت باندې بدلې شوي دي.

په هغه اوزار چې د پوځي ځواک بشپړونکی او د فردي، ملي، بین المللي او نړیوال په شمول په مختلفو سطحو کښې د امنیت ګواښونکي ګڼل کیږي.

څیړنې ښودنه کوي چې رسنۍ د شلمې پيړۍ په ټولو جنګونو کښې د ډیرو هیوادونو په تیره بیا د ښکیلاکګرو هیوادونو لخوا د رواني جنګ او جنګي تبلیغاتو لپاره د یو اوزار په توګه استعمار شوې دي. د سیمه ایزو او نړیوالو رسنیو په برخه کښې روانو هلوځلو ته یوه سرسري کتنه دا تریخ حقیقت څرګندوي، چې د نړۍ کابو ټولې مسلطې رسنۍ که هغه مکتوبې یا پرنټ وي او که غږیزې یا تصویري، د نړیوال استکبار لپاره عملاً په یو اوزار بدلې شوي دي. د نمونې په توګه د ویتنام، بالکان، کارائیب، افغانستان او د فارس خلیج په دوو جنګونو کښې د امریکې کړچار او همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د دغه هیواد رواني او رسندويي اقدماتو ته په یوې کتنې سره په دې حقیقت ډیر ښه پوهیدلی شو.

  په دې رسندوي جنګ کښې یوه نوې راڅرګنده شوې ښکارنده د خبریالانو  د یو نوي ډول کارول وو، چې پینټاګون ورته له څو میاشتې مخکې راهیسې روزنه ورکړې وه او د فارس خلیج سیمې او عراق ته په لیږل کیدو سره، له پوځي یونټونو سره یوځای د جنګ په ډګرونو کښې حاضر شوي او د خبریالانو لپاره د پنټاګان د ۱۲ مخیز حکم سره سم به یې د جنګ له ډګرونو څخه خبرونه او تصویرونه برابرول.

دغه ډله خبریالان چې څه باندې پنځه سوه تنه و او زیاتره پکښې د بي بي سي، سي این این او فاکس نیوز خبریالان وو، په مل خبریالانو مشهور شول. په دغو سربیره زر تنه نور خبریالان هم په عربستان، کویت او عراق کښې دیره شول څو د جنګ خبرونه، د پینټاګون په خوښه رپورټ کړي. د دې طریقې خپلول د ویتنام د جنګ وختونو او هغه درس ته ورګرځي چې امریکې په دغه جنګ کښې د رسنیو له کردار څخه اخیستی و.

کاناډايي پوه مارشل مک لوهان لیکي: په راتلونکو وختونو کښې جوړیدونکي جنګونه به د جنګي وسلو او په میدان جنګ کښې نه وي، بلکې دا جنګونه به د هغو تصوراتو او خیالاتو په وجه رامینځته کیږي چې ډله اییزې رسنۍ یې خلکو ته القاء کوي. او دا هغه حقیقت دی چې نن سبا یې وینو.

ضروري نه ده چې د دا ډول پروګرامونو هدف او مخاطب دې د پردیو هیوادونو خلک یا د دښمن ځواکونه وي، بلکې د خپل هیواد خلک هم د دغو فعالیتونو هدف دي، ځکه چې د جنګ د سیاست جوړوونکو او واکمنانانو د سیاستونو ملګرتیا او ورڅخه دفاع د داشان پلانونه مثبت نتایج دي.

رسنیو په اوږد مهاله پروګرامونو او سترو ستراتیژیو سره د (رضایت د تولید) په عنوان سره یوه نوې کړنلاره رامینځته کړې ده. په دې طریقه کښې رسنۍ په اوږده موده کښې د خپلو مخاطبانو ذهن داسې مدیریتوي چې په کړکیچونو کښې د سیاستوالانو کړچار دقیقاً د هغوی د نظر وړ وي. دا طریقه که څه هم ډیر وخت غواړي خو ډیرې ښې او پایدارې پایلې لري. د دې طریقو د کارولو یو وخت، جنګونه دي چې له رسنیو سره د پوځي، سیاسي، اطلاعاتي او امنیتي برخې نزدې ملګرتیا او غږملتیا او رواني او تبلیغي عملیات غواړي.

 په دې وجه رسنۍ د شلمې پیړۍ په ټولو جنګونو کښې د ډیرو هیوادونو لخوا د رواني جنګ لپاره د یو اوزار او جنګي تبلیغاتو په موخه کارول شوې دي. په جنګونو په تیره بیا د امریکې په رسندويي ډیپلماسۍ کښې د رسنیو استعمال لازیات ترسترګو شوی دی.

د نمونې په توګه د ستمبر د یولسمې له پیښې وروسته چې د امریکې د رسنیو په هر اړخیز ملاتړ سره د افغانستان او عراق په خلاف وشوه، د امریکې شپیته فیصده خلک او د فاکس نیوز چینل د خبرونو اتیا فیصده کتونکي دې باور ته ورسیدل چې وړومبی په عراق کښې ډله وژونکې وسلې پيدا شوي دي. دویم، د عراق او القاعدې ترمینځ د تړاو په هکله یو لړ مدارک شته او درېیمه دا چې د دنیا ټول عامه افکار په افغانستان او عراق کښې د پوځي لاسوهنې ملاتړ کوي.

په دغو دوو هیوادونو کښې له جنګ جوړیدو وروسته هم رسنیو هغه طریقه خپله کړه، چې یرغلګرو هیوادونو ورڅخه غوښتې وه.

د افغانستان په جنګ کښې ګډون کونکو ځواکونو د دنیا د عامه افکارو په وړاندې د چوپتیا او د اطلاعاتو خلاف روده خپله کړه.

د فارس خلیج د ۲۰۰۳ کال په جنګ او د عراق د نیواک په بهیر کښې هم دا رسنۍ وې، چې د جنګي ځواکونو او وسلو د ځای ناستي اوزار په توګه د سلطې د نظام د رواني عملیاتو په واک کښې راغلې او په دې وجه مشهور شول چې ۲۰۰۳کال په جنګ کښې پوځي جنګ له رواني جنګ سره مل و.

 په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کښې د ویتنام جنګ د امریکایانو او د هغو د ملګرو د ماتې سبب شو، او دا هغه ماتې وه چې سیاستوالانو یې رسنۍ اصلي علت وبللې.

د هغوی په نظر، رسنیو په دغه وخت کښې د خلکو په عامه افکارو باندې په اغیزشیندنې سره په سویل ختیځې اسیا کې د امریکې له سیاستونو څخه د هغو د ملاتړ د نشتوالي سبب شوې وې.

د داشان نتیجو اخیستلو دلیل پکار دي د ټیکنالوژیکو بدلونونو رامینځته کیدل وګڼو، چې په پراخه کچه یې د تلویزیون خپریدل ممکن کړي وو.

کله چې امریکا او د هغې متحد ځواکونه په ویتنام کښې ونښتل، تقریباً د هر امریکايي په کور کښې یو تلویزیون و.

د جنګ کوریج او د هغه رپورټول د خبریالانو لپاره اسان شوي وو، وړومبی د پخوا په پرتله د ډیر لږ وزن لرونکو او د غږ په ټیپولو د سنبالو کیمرو په جوړولو کښې د ټیکنالوجۍ د پرمختګ په وجه او دویم په ټرانسپورټ او ارتباطاتو کښې د پرمختګ او ترقۍ په وجه.

پر دې سربیره په ۱۹۶۳ کال کښې له ۱۵ منټو څخه نیم ساعت ته د خبري پروګرامونو د خپرولو د وخت زیاتیدل یو بل هغه دلیل و، چې د امریکې د پوځ د عملیاتو د جزئیاتو د خپرولو امکان یې برابر کړی و.

دا شان به د امریکې خلک پخپله کوټه کښې د ارام کولو په وخت د شپې مهال د خبرونو د ډیرو وحشتناکو او بوږنونکو جنګي صحنو کتونکي هم وو.

د دې تصویرونو او فلمونو فوري او په ژوندۍ او ویرونکې بڼه خپریدو ډیره اغیزه لرله او خلک به د جنګ له تاوانونو خبریدل او نوره یې د جنګ زیان او تاوان ته غاړه نه کښیښودله.

 د امریکې د هغه وخت د ولسمشر لینډن جانسن په عقیده، د جنګ ویروونکو او مهلکو حقیقتونو ته د خلکو نیغ په نیغه او دوامدارې لاسرسۍ هغوی د جنګ په خلاف راوپارول او امریکايي ځواکونه یې وتنې ته اړباسل او په ویتنام کښې یې د کمیونیستانو د بریالیتوب لاره هواره کړه؛ خو په ویتنام کښې د امریکې ماتې د دغه هیواد په سیاسي او پوځي چارواکو باندې ډیره لږه اغیزه هم ونکړه.

هغوی به داسې چلند کوه چې ګني جنګ رسنیو جنګ بایللی وي.

له هغه وروسته امریکې مجبوراً پخپلو رسندويي سیاستونو کښې بیا کتنه او لارښوونه وکړه او جنګي سیمو ته د خبریالانو د تګ مخه یې ونیوله.

 په ۱۹۸۳ کال کښې چې امریکايي ځواکونه په یو لړ ناڅاپه کمانډويي عملیاتو کښې په ظاهره د امریکايانو د ژغورنې لپاره ګرناډا ته لاړل، د امریکې دفاع وزیر له هماغه پيله د ژورلستانو له منلو ډډه وکړه.

د امریکې د پوځ د لوی درستیز جنرال وِسي جی آر په غوښتنه یو کمیشن جوړ شو، چې پکښې وړاندیز وشو چې ډیر کسان دې د امریکې په پوځ کښې شامل شي څو په هر هغو عملیاتو کښې ترې استفاده وشي چې په راتلونکي کښې رامینځته کیږي.

په ۱۹۸۹ کال کښې په پاناما کښې د امریکې په نورو محدودو جنګي عملیاتو کښې چې د جنرال نوریګا په خلاف پلان شوي وو، هم له کیوبا سره د امریکې د جنګ په شان له همهغه پيل څخه د رسنیو د فعالیت مخه ونیوی شوه او ژورنالستانو ته د جنګ موضوع ته یوازې یو ځل د نزدې کیدو اجازه ورکړې شوه.

هغوي د خبرونو د انتق­ال او خپرولو په لړ کښې د امریکې په پوځ مل­ا تړله او رپورټونه به یې د امریکې د پوځ ل­خوا سینسر کیدل او داشان رسندويي تاریخ لیک­ونکو په ګراناډا او پاناما پورې اړوندې تجر­بې د پوځ د مقرراتي او بې روحه مدیریت د یو­ې مرحلې په توګه درک کړې. دا هغه طریقه ده ­چې د نړۍ په سلطه غواړو پورې پیئلو رسنیو د­ شلمې پیړۍ په وروستیو لسیزو او د ۲۱ پيړۍ په وړومبنیو کلونو کښې  په رامینځته شویو ج­نګونو کښې وکاروله څو د حقایقو په پټولو سر­ه د تل په شان د سلطه غواړو ګټې برابرې شي.

خو د کلونو په تیریدلو د تکنالوژۍ ډګر وده ­وکړه او د فسبوک او تویتر په څیر لسګونه ټو­لنیزې یا سوشل رسنۍ منځ ته راغلې او تر ډیر­ه یې د سلطه ګروهیوادو هغه هڅې او پانګونې ­چې په رسنیز بانډ یې کړې وې په اوبو لاهو ا­و خلک ته زیات سهولیات برابر شول.

اوس هغه رسنۍ چې نړیوالو پرې میلیاردونه پ­انګونه کړې وه له دې کبله چې بازار یې یوړ ­وو یا په ټولیز ډول تړل شوې یا هم د امکانا­تو د نشتون له کبله د تړل کیدو له ګواښ سره­ مخ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close