ژوند ،پيدايښت او يوازيتوب

 عنايت الله عابدزى

١- هره لحظه چې تېرېږي د ژوند يوه برخه ده نو کوښښ وکړئ چې يوه لحظه هم په غفلت کې تېره نکړئ ، خپله کاميابي پکې ولټوئ (حضرت علي).

٢-د ژوندانه سختۍ ته ګوره او د هغې استقبال ته په خلاص تندي ورشه(شکسپير).

٣-که چېرې دغه فکر وکړۍ چې زما ژوند دې څنګه ښه شي په کومه ورځ چې دې دغه سوچ  وکړ له مخکې ورځې څخه به دې دغه ورځ ښه وي (ولټر).

٤-تر څو کولاى شې ښه ژوند وکړه او د بې کاره او نا اميده کوونکو سوچونو څخه ځان وساته(چارلز ويکن).

٥- ژوند له سوچ اوکار کولو  څخه عبارت دى ( لا ماريتن).

٦-انسان د خپل ژوند د بقا لپاره تر ډېره وخته سخت سخت کارونه کوي (برنارد شاو).

٧-وايي  چې ټول خلک ژوند کوي چې ښه وخوري  او ښه وڅښي خو زه کوښښ کوم چې وخورم او ژوند وکړم(؟)

٨-له ګناهونو څخه ځان وساته تر څو د مصيبت راوړونکو عواقبو څخه بچ پاتې شي او ښه ژوند وکړى(بزرجمهير).

٩-صبر ،پرهېز ګاري او له طمعې څخه ځان ساتل درې شيان دي چې کله انسان په دې  درې شيانو توکل وکړي ژوند يې اسانېږي(بزرجمهر).

١٠- د ژوند او مرګ په منځ کې فرق صرف په ژوند کې سختې ګالل او مشکلات تېرول دي .

١١-د اخرت په ورځ ايمان د انسان څخه د مرګ وېره لرې کوي (محمد حجازي).

١٢-په زندګۍ کې مهرباني کول ميوه ده کبر يا لويي حقارت او نا امېدي ده (محمد حجازى).

١٣-ژوند يواځې امېد  او ارزو ده نور هېڅ نه (پاسکال).

١٤-ښه هدف په زندګۍ کې د ژوند د سختيو سره مقابله کول او په هغې کاميابيدل دي ( ارنست ناويل).

١٥-زندګې خوب دى چې انسان په هغې خوب کې خپله محبوبه خوشحاله وګوري (الثر روماسه).

١٦-لږه زندګۍ وکړه خو د معنا څخه ډکه(هولارد).

١٧-مونږ خالى لاس جهان ته راغلى يو او خالى لاس به له جهان څخه ځو(فرويد).

١٨- د زندګۍ د جنګ سره انسان ددوه شيانو په لرلو کاميابيدلاى شى يو صلحه او بله ارامى( عزيز نسين).

١٩- له کارسره مينه ، ښه ښځه او ښه ارزو د سختيو په مقابل کې درې غوره شيان دي ( مارکوس آنا).

٢٠- په ژوندانه کې ښه لحظات هغه دي چې انسان خپل ځان پکې وپېژني چې هغه پکې خوشحال او کامياب وي خو که ځان خفه او ناکام وويني نو دا هرڅه د هغه د عمل نتيجه ده(؟).

٢١-هغه انسان کامياب دى چې د زندګۍ څخه پند او عبرت حاصل کړي (جوادفاضل)

٢٢-ډېر مال او دولت انسان تر ډېر فکر او سوچ منځ ته راوړي او ژوند تريخوي (محمد حجازى).

٢٣-ښه زندګي هغه ده چې انسان پکې ښه خبره ، ښه کړه وړه او ښه پند حاصل کړي (زرنشت).

٢٤-د ژوندانه  بقا په دې کې ده چې انسان وايي سبا به مرم سبا به مرم…….په همدې همدې کې دومره عمر تېر شي چې …(سعيد نفسى).

٢٥-کله چې په ژوندانه کې فکر کوو چې څه شيان لرو نو ډېر خوشحالېږو خو کله چې فکر وکړو چې څه شيان نلرو نو ډېر خفه کېږو ددې څخه معلومېږي چې خوشحالېدل او خفه کېدل دواړه زمونږ فکر پورې اړه لري (؟).

٢٦-ټول خلک په دنيا کې د ژوندانه حق لري مګر هر څوک په دنيا کې د ژوند کولو قابليت نلري (يوناني متل)

٢٧-په دنيا کې يوه ورځ تېره کړه خو روښانه يې  تېره کړه  داسې نه چې ١٠٠ کاله تېر کړې او په تياره کې يې تېر کړې.(بودا)

٢٨-زندګي يو لوى درياب دى  او محبت د هغې درياب قطب نما  ده(؟)

٢٩-يوه ورځ ژوند روښانه وي او بله ورځ تياره وي نو کوښښ وکړئ چې د روښانه ورځې نه دومره روښنا يې تر لاسه کړئ چې تياره

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close