ژوند ته خطر ، غرب ته اسانه لارموندنه

ګلاب کڅوال

د مخه به چې دسیاسي او یا جګړو له امله د چا ژوند په خپل هواد کې تریخ شو، نو یا به ګاونډي او یا به يې غرب ته پنا یوړه. چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانانو ژوند ته په کتنه زیات شمېر افغانانو مخه وکړه ؛ خو دغرب د تلو په ځانګړيو شرطونو او دا یوازې د غرب نه ؛ بلکې د نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو تر منځ هم دا شرایط شته ، چې کله هم په یوه هېواد کې چاته دسیاسي او یا نورو تنظیمي ستونزو له امله د ژوند خطر پیدا شي  نور هېوادونه ورته د انساني اخلاقو پر اساس پناه ورکوي.

په افغانستان کې سیاسي پنا اخستل د ژوند تېرولو او غرب ته د تلو معمول وګرځیده. تر اوسه پورې غرب ته یو شمېر تلونکي کسان جعلې اسناد جوړوي. څوک دجګړې او څوک دسیمې ستونزو او څوک  د طالبانو د ګواښونو په نامه جعلي اسناد جوړوي او په غرب کې د وکیل په صلاح مشوره د پنا اخستلو زمینه برابروی.

اوس غرب ته اسانه لارموندنه پیدا شویده، ځان په یوه او بله نامه بدنام کړه بیا میډیا ته ورکړه ، چې د ژوند د خطر سره مخ یم غرب ته به په اسانه ورسیږي .  تېره اونۍ چې په کابل کې د خپلو اوو تنو هزاره ګانو دوژنې په خلاف مظاهره کړې وه،  د یوې نجلۍ شاته یو سړی ډېر نږدې لیدل کیږي، هغې نجلۍ اوس میډیا ته ویلي چې پدې عکس اخستلو سره چې یو سړی يې شاته نږدې لیدل شوی، ماته د مرګ ګواښونه کېږي . نجلۍ خبره د ۵ بهرنیو هېوادونو سفارتونو ته رسولې او غواړي پدې نامه چې ماته د ژوند خطر دي باید دافغانستان څخه بل لورې ته ولاړه شمه د غربي هېوادونو لخوا افغانانو ته ویل کیږي، چې هر چاته د ژوند خطر وې پنا به ورته ورکړي. اوس یو شمېر افغانان په رسنیو کې ځانونو ته د ډول ډول سیاسي او غیر سیاسي ګواښونو اسناد برابر وي، چې ډېری اسناد پکې د بدنامۍ اسناد دي وايي، افغاني ټولنه کې د نورو ټولو بدو بښه کېږي؛ خو د بدنامیو بښنه نشته. نو ډېری افغانان په جعلي توګه د بدنامیو اسناد جوړوي ، چې غرب ته دتلو اسانه لار يې موندلې ده. په هزاره مظاهره کونکو کې ځوانې نجلۍ هم د خپلې بد نامۍ په هوا ورکولو غرب ته د تلو اراده کړې او په ټول افغانستان کې یې ژوند دځان لپاره دخطره ډک بللی دی. پخوا به ناروې هغه چاته پناه ورکوله چي په خپل ښار او کلي کې به يې ژوند د خطر سره مخ و او يي، په نوي قانون کې ښودل شوي چې يوازې هغه افغان ته به پنا ورکوي چې په ټول هېواد کې ورته دژوند خطر وي .

دالفت صېب شعر دی چې:

که هر څه را نه وژنې خیال او فکر را نه مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

افغانانو ورڼو ته وایم، که په هره پلمه او بهانه غرب ته ځئ خو دخپلې افغاني ټولنې د عزت او وقار او لرغونې میړانې او تاریخ سپکاوی په ډول ډول بدناميو مه بهانه کوئ!  نورې ډېرې لارې شته ، خو د بدنامۍ لاره دټول افغانستان بدنامي ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close