ژیرینوفسکي: طالبان باید ۱۹۹۶ کې لا په رسمیت پېژندل شوي وو

کابل.کام – د لېندۍ اوله – ۱۳۹۷:

یوه مشهور روسي سیاستوال ویلي چې طالبان باید په ۱۹۹۶ز کال کې لا په رسمیت پېژندل شوي وو، خو دېرش کاله وروسته یې نور باید روسیه او نړیوال ځواکونه هرومرو د افغانستان د یوه ځواکمن سیاسي ځواک په حیث په رسمیت وپېژني.

د سپوټنیک نیوز د خبر له مخې، د روسیې د لیبرال – دیموکرات ګوند مشر، ویلادیمیر ژیرینوفسکي، د روسیې پارلمان ته په وینا کې ویلي چې نوموړي په ۱۹۹۶ز کال کې هم ټینګار کاوه چې طالبان باید په رسمیت وپېژندل شي، ”ځکه هغوی په افغانستان کې یوازینی واقعي سیاسي ځواک دی.“

نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې: ”ما به [هغه وخت هم] د پارلمان په غونډو کې ویل: د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنئ. خو نه د یلسن او نه د پوتین د واکمنۍ پر مهال څوک د هغوی په رسمیت پېژندلو ته تیار شول.“

د سپوټنیک په خبره، ښاغلي ژیرینوفسکي طالبان د افغانستان ”یو استقلال غوښتونکی واقعي سیاسي ځواک“ بللی دی. ”په ۱۹۹۶ز کال کې طالبانو واک ونیو. دا یو ځوان غورځنګ و – هغه ځوانان او زده کړیالان چې د استقلال غوښتونکي وو. هغوی د هغه ځای اصلي اوسېدونکي دي. قدرت یې ونیو او کابل ته راغلل. یوازې موږ د روسیې لیبرال – دیموکرات حزب په ۱۹۹۶ او وروسته په ۱۹۹۸ز کال کې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو غوښتونکي وو.“

نوموړي پارلمان ته د خپلې وینا پر مهال ټينګار کړی چې طالبان نور باید په رسمیت وپېژندل شي، ”هغوی یوازینی نورمال سیاسي ځواک دی، هلته له هغوی پرته بل هیڅ داسې ځواک نشته.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close