ښاغلی مایک پیمپو! دا څه ډول بین الافغاني جګړه ده؟؟

!ن ـ مطمئن

د امریکا ـ افغان جګړې اړوند نظامي او سیاسي تګلاره امریکا ټاکي، د امریکایې پوخیانو اوږد مهال شتون خبره امریکا کوي، د افغانستان نظامي او ادارې لګښتونه د جګړې له امله امریکا ورکوي؛ خو جګړه بین الافغاني نوموي.
جګړه امریکا پېل کړي او د جګړې نظامي ماشین د امریکا په پیسو، هوایې او ځمکني ځواک چلیږي؛ خو جګړه بین الافغاني نوموي.
پر طالبانو د سولې میز ته کینولو فشار اعلان امریکا کوي؛ خو جګړه بین الافغاني نوموي او وایې چې امریکا د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو کې منځګړتوب ته چمتو ده.

انګریز چي په افغان خاوره یرغل کاوو، د بیرته وتلو اراده یې نه درلودله، افغان غازیانو د سرونو په سرښندني ایستلو ته اړ کړل.
د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو چي پر افغان خاوره یرغل وکړ، د سرو لښکرو د وتلو تصور یې هم نه شو کولای، افغان مجاهدینو داسي وځپل چې د وتلو لاره یې ورڅخه ورکه کړي وي. د افغان جهاد له برکته د پخواني شوروي اتحاد لویه امپراطوري دړې وړې شوه، د منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا ډیرو هیوادونو ورڅخه خپلواکي واخیستله.
امریکا چې په افغانستان حمله کوله، د روسانو خبرو او وړاندیزونو ته یې غوږ ونه نیو، د نړۍ نږدې ټول هیوادونه یې د اسلامي نړۍ پاکستان، ایران، ترکیې، عرب متحده ایالتونه او سعودي عربستان په شمول پر افغان خاوره د تاړاک لپاره ملګري وو. خیال یې نه وو، تصور یې نه وو، نه یې منله چې افغان خاوره کې به د دوی ناروا جګړه ۱۷ کلونه اوږدیږې.
امریکا به کله هم نه وای منلي چې د دوی لوی جنرالان افغان جګړه کې د ماتې خبرې وکړي.
امریکایې جنرالانو تصور نه شوو کولای چې د امریکا مخکېنی ولسمشر اوباما به د خپل واک په وروستۍ میاشت کې وایې چې موږ په افغانستان کې طالبانو ته ماتې نه شو ورکولای.
د امریکا ـ افغان جګړې ۱۷ کلونه وروسته د جنرال نیکولسن لخوا په بي تابي داخبري چې موږ به پر طالبانو سیاسي، سیمئیز، ټولنیز او مذهبي فشار راوړو چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښیني.
جنرال نیکولسن له اسلامي اصولو ناخبره دا هم وویل چې په اندونیزیا کي به د دریو هیوادونو علماء د طالب د جګړې په اړه د نه مشروعیت فتوی هم ورکړي.
اوس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو وایې چې طالب دي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو انتظار نه کوي، دوی فکر کوي چې د ټرمپ او نیکولسن د بېلا بېلو فشارونو تګلاره به کار ورکړي، امریکایان دي پوه وي چې د دوی جګړه له طالب سره نه؛ بلکي له افغان ولس سره ده. تاریخ ثابته کړي چې کله هم حکومتونو له ولسونو جګړه نه ده ګټلي.
د امریکا ـ افغان جګړې ته د پیمپو له څرګندولو وروسته چې وایې طالبان دي د امریکا د وتلو انتظار نه کوي؛ موږ دلته اوږدمهاله شتون لرو؛ له دي وروسته ورته بیا هم د ځینو لخوا بین الافغاني جګړه ویل په تیروتنه سربیره تیروتنه دي.
تاسي امریکایان به خامخا زموږ له پاکې خاورې ووځئ، افغان ولس به د امریکا ـ افغان جګړه کې سرلوړی پانې وي.
وړاندیز مو دادی چې امریکایې جنرالان او سیاستوال، د تیرو ۱۷ کلونو تیروتنې تکرار نه کړي، جګړه په زور نه شي ګټلای، دامریکایې پوځیانو شتون سره افغان ولس مخالفت لري، ښه به وي چې د جګړې د یو مسؤل لوري په توګه د جګړې پای رسولو له پاره له طالبانو سره مخامخ خبرې پېل کړي. پرته له مخامخ خبرو؛ نورې هر ډول دسیسې د امریکا ـافغان جګړې د اوږدوالي لامل ګڼل کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close