ښايي نن د حزب اسلامي ۲۵۰ زندانيان خوشې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۴) د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، ښايي نن د ګل بدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي مربوط ۲۵۰ بنديان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شي.

تر اوسه په دې اړه حزب اسلامي رسمي څرګندونې نه دي کړي خو په کابل د دغه ګوند يوې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل: چې دغه بنديان د حزب اسلامي او ګډ حکومت تر منځ د سولې پر وخت د شوې توافقنامې له مخې خوشې کېږي.

ويل کېږي،یاد شمير زندانيان د کابل پلچرخي او د پروان له بګرام زندانونو ازاديږي.

په خواله رسنيو کې د حزب اسلامي د هغه بنديانو لیست خپور شوی چې ټاکل شوې نن د ګډ حکومت له زندانونو خوشې شي.

تر دې مخکې حزب اسلامي په خپلو څرګندونو کې ډير کرته د خپلو زندانیانو د خوشې کېدلو نيټې رسنيز کړې وې خو ډير کله د هغوی بنديان د نا معلومو دلايلو پر اساس نه دي خوشې شوي.

که دغه بنديان خوشې شي دا د حزب اسلامي اړوند څلورمه ډله بنديان وي چې د حکومت له زندانونو ازاديږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close