ښايي نوازشريف او لور يې پاکستان ته ستنېدو سره سم ونيول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) د پاکستاني رسنيو د راپورنو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د جولای مياشتې په ديارلسمه نيټه د دغه هېواد پخوانی لومړی وزير نوازشريف او لور يې هېواد ته له ستنېدو سره سم ونيول شي.

د پاکستان د احتساب ادارې ځانګړې محکمې د تېرې جمعې په ورځ په بهرنيو هېوادونو کې د ناثبت ملکيتونو د لرلو په تور نوازشريف ته د لس کاله او لور مريم نواز ته يې د اووه کلونو د بند سزا واوروله.

د نوازشريف زوم صفدر حسين ته د يادې محکمې له لوري يو کال سزا اورول شوې وه چې نوموړي تېره ورځ په پنډۍ کې ځان پوليسو ته وسپاره او نن د راولپنډۍ د اډياله زندان ته لېږل شوی دی.

نوازشريف او لور يې مريم نواز دا مهال په لندن کې دي خو هغوی ويلي، که نيول کېږي هم د جولای په ديارلسمه به خپل هېواد ته ستانه شي.

د پوليسو يوه چارواکي راجاتيفور اسوشيټېدپريس اژانس ته ويلي، د نوازشريف زوم د فساد ضد ادارې پوليسو له خوا نيول شوی دی.

د شريف کورنۍ وايي، په بهرنيو ملکونو کې يې په قانوني توګه ملکيتونه پيرلي خو د دغه هېواد احتساب محکمې ويلي په دغه قضيه کې ښکېلو کسانو په بهر کې د ملکیتونو اخيستو په تړاو محکمې ته قناعت نه دی ورکړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close