ښایي افغان امنیتي ځواکونه دبشرضده جنایاتو له کبله د ملګرو ملتونو په تور لیست کې داخل شي

یادې ادارې په خپل غوښتنلیک ویلي؛ په افغانستان کې سیمیز پولیس، ملي امنیت، او ملي اردو د ماشومانو په جنسي ځورونې او په مکاتبو، روغتونونو او مدرسو باندې د بې رحمانه حملو له کبله لازمي ده چې دا ځواکونه په تور لیست کې داخل او هر ډول همکاري ورسره پرې شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۶ فرید افغان)

له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې له ملګرو ملتونو غوښتي چې افغان امنیتي ځواکونه دې د ماشومانو سره د ناوړه چلند له امله په تور لیست کې داخل کړي.

یادې ادارې په خپل غوښتنلیک ویلي؛ په افغانستان کې سیمیز پولیس، ملي امنیت، او ملي اردو د ماشومانو په جنسي ځورونې او په مکاتبو، روغتونونو او مدرسو باندې د بې رحمانه حملو له کبله لازمي ده چې دا ځواکونه په تور لیست کې داخل او هر ډول همکاري ورسره پرې شي

د دې سازمان یوه غړي «دراجیکا میکاویکا» امریکا غږ ته ویلي؛ دا ډیره خواشینونکې ده، هغه ځواکونه چې د نړیوالو په ملاتړ د قانون د پلې کولو په خاطر فعالیت کوي په خپله دومره لویو جنایات ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو سر منشي هرکال د ماشومانو پر وړاندې د زور زیاتي د پیښو راپور نشروي چې افغانستان د تیرو کلونو په څیر سږکال بیا هم د هغه لیست په سر کې ځای لري.

د ملګرو ملتونو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي؛ په افغانستان کې د تیر یوکال په موده کې ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او ۲۳۱۸ نور ټپیان دي.
دراپور ترمخه؛ لوی اکثریت تلف شوي ماشومان د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي.
افغان چارواکو تر اوسه دې راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو په تیر کې یې د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې د کم عمره ځوانانو شتون منلی و.
دا په داسې حال کې ده؛ چې تیره میاشت د امریکایي سرپلټونکي ادارې (سیګار) ویلي و، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بچه بازۍ کار په پراخه کچه روان دی او د افغان چارواکو او بشري حقوقو له ادارې یې غوښتي و چې په دې تړاو باید جدي څیړنې وکړي.
سیګار همداراز ویلي و، چې امریکایي چارواکي هم دې کار ته زمینه سازي کوي او دپلټونکو مخه هم نیسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close