ښایي افغان جګړه بلک واټر ته وسپارل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۷)

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې ښایي افغان جګړه د بلک واټر بدنامې امنیتي کمپنۍ ته وسپارل شي.

د ان بي سي نیوز د راپور تر مخه، ټرمپ د افغانستان جګړې وارخطا کړی هغه که څه هم له واقعیتونو ناخبره ساتل کیږي، خو بیا هم له ځمکنیو واقعیتونو ژر ترژره ځان خبروي.
د بلک واټر امنیتي کمپنۍ مشر اریک پرنس یادې شبکې ته ویلي، امید لري چي په راتلونکو څو ورځو کې به د ملي امنیت د شورا له استازو سره وګوري، او د هغوی سره به د افغانستان د جنګ د خصوصي کولو پر طرحه خبرې وکړي.

د بلک واټر مشر اریک پرنس

د امریکا د دفاع وزارت د یادې طرحې د ور رسیدو پخلی کړی خو زیاته کړې یې ده چې که ټرمپ ورسره موافقه وکړه ژر به دا وړانړیز عملي بڼه غوره کړي .

پرنس ویلي، دامهال د امریکا پوځ په افغانستان کې د کال ۴۰ میلیارده ډالر لګښت لري چې د جګړې په خصوصي کولو سره به دا لګښت لس میلیاردو ډالرو ته راټیټ شي.
د یادې طرحې ترمخه، د افغان جګړې مخته وړلو ته به خصوصي نظامي قرار داديان استخدام شي، هغوی به د سي ای اې او پنټاګون سره په ګډه کار کوي او د جګړو راپورونه به د یوځانګړي استازي په مټ تر ټرمپ پورې رسول کیږي.
ان بي سي نیوز ته یو شمیر امریکایي چارواکو ویلي چې دوی له یادې طرحې سره موافق نه دي ځکه د دوی په وینا چې دا طرحه به تلفات زیات کړي، جګړه به اوږده او عواقب به یې سخت او پیچلي کړي.

د یادونې وړ ده چې بلک واټر د عراق او افغانستان په جګړو کې بده مخینه لري او له همدې امله د امریکا حکومت ورته په زغرده زړه نه شي ښه کولی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close