ښایي راتلونکې دوشنبه جنرال دوستم هیواد ته راستون شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۱)

د رسنیو د راپورونو تر مخه، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ د جنبش ګوند مشر او د اشرف غني لومړی مرستیال جنرال دوستم افغانستان ته راوستل شي.

سرچینو بي بي سي ته ویلي، ولسمشر غني د سرور دانش په مټ دوستم دې ته هڅولی چې له مخالفت لاس واخلي او بیرته کابل ته ور وګرځي.
که څه هم څو ورځې وړاندې یو شمیر راپورونه خپاره شول چې ګواکې دانش د دوستم په خپلولو کې پاتې راغلی او دوستم د ارګ له خوا د تشریفاتي مراسمو په ګډون ټول امتیازي ژمنې رد کړې، خو تازه راپورونه وایي چې دانش له پرلپسې هڅو وروسته توانیدلی چې د دوستم توجه خپله او هیواد ته د ستنیدو هوکړه لیک پرې لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ارګ پلاوي له دوستم څخه غوښتي و، چې هرڅومره ژر خپل لاریونوال له مخالفتونو راوګرځوي خودوستم یې وړاندیز رد کړی و.

په ورته وخت کې د دوستم بلویانو د ۶ ولایتونو د ټاکنیزو کمیسیونونو دفترونه تړلي، د سالنګ لویې لارې په ګډون د اقنیې او حیرتانو بندر لارې هم د مسافرو او سوداګریزو توکو پرمخ بندې دي.
لاریونوال په یوه غږ د دوستم د ستنیدو او قیصاري د خوشې کیدو غوښتنه کوي خو ارګ یې بر وړاندې چوپ او د پردې تر شا یې د دوستم د راخپلولو هڅې پیل کړې.
باید وویل شي، چې دوستم تیرکال د جوزجان پر پخواني والي احمد ایشجي باندې د جنسي تیري د تور له امله بهر ته تبعید شو.
نوموړي څو ځله هیواد ته د ستنیدو هڅه وکړه خو ناتو ځواکونو یې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close