ښایی په روان کال کې د سرد سیرو ښونځیو دروازې وتړل شي

په افغانستان کې چې دنه پرمختګ ټول عوامل امنیتي ستونزې یادیږي او هرڅه ورپورې تړل شویدي ؛ لوړ رتبه چارواکو ، وکیلانو ، سناتورانو او وزیرانو همدا یوازینی لامل مطبوعاتو ته په ځواب کې نیولي؛ چې امن نشته ،  د هر ډول پر مختګ لاره بنده ده.

 ځنې وخت پکې دولتي چارواکې دروانو نا امنیو پړه ددولت پرمخالفینو او بیا ځنې وخت خپله چارواکې په دولت کې یو بل په دولتي چارو کې د مسؤلیتونو دنه پیژندلو او په ورسپارل شوو دندو کې دنا اغیړیو پړه یو پر بل ور واچوي ، چې دا نا امنۍ ، نا آرامي ، نارضایتي ، نا اهلي نا باوري د افغان اولس دژوند برخه ګرځیدلی ده.

خو په ځنو وختونو کې دولتي چارواکو ته په مخ کې پرتو ستونزو له امله ځان ته د ستونزې د نه حل او نه تجربي له امله نورې ستونزې را ولاړې کړیدي چې د ستونزو په زیاتوالې حکومت د رکود په لور روان دی ؛ دمثال په توګه تیره ورځ د ښوني او روزنی وزارت دسرد سیرو ولایاتو دښوونې او روزنې ریاستونو ته خبر ورکړ چې په ژمنیو رخصتیو کې به استادان دماکولاتو څخه بې برخې وي او یوازې دمعاشونو اخستلو مستحق به وي پدې خبر سره د هغه ولایاتو استادان چې د ژمي رخصتۍ لري پر حکومت یی نا باوري او نارضایتي نوره هم زیاته شوه.

په هیوادکې دورځ په ورځ زیاتیدونکو نا امنیو له امله ځوانان، سوداګر ، پانګوال او مسلکي وګړې بهرنیو هیوادونو ته روان دی یوازې استادان دي چې دې غریب اولس اولادونو ته هره ورځ له سهاره تر ماسپیخینه ولاړ وي او بیا هم دښوونې او روزنې وزارت په ځائ ددې چي وئې ستائې ، میاشتني ماکولات ترې ګرځوي.

 که یاد وزارت د هیواد د اقتصادي او مالي ستونزو لپاره دا کړنې کوي خو بیا خو په دولت کې دهرې څانګې سره قانوني چلند باید وشي.

دلته یوه پوشتنه داده چې آیا تر اوسه پورې چې ښوونکو د معاشونو ترڅنګ ماکولات اخست، په نوي اساسي قانون کې په ماکولاتو د اجرا له امره ناخبره ؤ ؟ وزارت په خپل سر او واک ماکولات بندولی شي؟ په نوی قانون کې یوازي ماکولات نه ورکولو باندې اقتصاد پیاوړی کیږي؟ که د اقتصاد د پیاوړتیا خبره وي نو بیا خو په درځنونو وزیران ، مشاورین ، قانون پوهان ، وکیلان ، سناتوران ، مرستیالان په ډالرو معاشونه او په لکونو افغانیو ددسترخوان په نامه د خزانې نه پیسې اخلي او داقتصاد دښه کیدو مخه یی نیولی دی داقتصاد پیاوړتیا یوازې د ښوونکو د ماکولاتو پورې تړلي نده.

د یوه ښوونکي دټول کال معاش د یوه سناتور ، مشاور او …. دیوې میاشتی امتیاز ته نه رسیږي اشرف غني او عبد الله چې دخپلو انتخاباتو د کمپاین په دوام ولایاتو ته سفرونه کولې په وار وار ئې د امن ترڅنګ د ښوونې او روزنې د پیاوړتیا، استادانو ته ددرناوي او لوړتیا ژمنې کړې وې چې اوس ئې دبې وزلو استادانو دماکولاتو د بندولو خبر ورته ورکړ همدا ستونزه به استادان نا خوالو ته اړ کړي او امکان لري دډیرو سردسیرو ښوونځیو دروازې وتړل شی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close