ښځینه د سیکولرانو او الهي احکامو تر مینځ

عزیر اسدخېل

  • سیکولرانو ښځینه سټیجونو ته د سندرو ویلو لپاره راویستې دي حال دا چې خدای تعالی ښځینه آن له اذان کولو او اقامت ویلو د دې لپاره منع کړې دي چي آوازونه یې نرم او زړه راښکونکي دي.
  • سیکولرانو ښځینه پر سټیج باندې د تمثیلیانو او ډرامو لپاره راویستلي دي حال دا چې الله تعالی له ښځو د جَمعې او جُمعي لمونځونه ساقط کړي، یعنی پرې لازمی یې ندي ګرځولي خو که پخپله خوښه ورځي ورتللی شي.
  • سیکولرانو ښځینه په تلیفوني کمپنیو کې مشتریانو ته په ځواب ویلو ګمارلي او په تلویزیونونو کې یې له ښکلا څخه په استفادې سره د سوداګریزو توکو لپاره د اعلاناتو وسیله ګرځولی دي، او هم یې د اړیکو په کمپنیانو کې د ښځینه و د اوازونو د نرم والی نه په استفادې سره د خپلو ګټو وسیلې ګرځولې دي څو د مشتریانو پام پیر او پلور ته د دوی د بدن او اواز د ښکلا په واسطه ورواړوي، حال دا چې الله تعالی ښځو ته د جمعي لمونځ کولو په وخت د امام د سهوي پر مهال د فتحي لپاره د آواز کولو لکه (سبحانه الله او داسی نور) پر ځای د لاسونو د پړقولو امر کړی دی.
  • سیکولرانو ښځینه د اولمپیک او نورو لوبو کې د ګډون لپاره راویستلې دي حال دا چې الله تعالی له ښځو د صفا او مروة تر مینځ او د شیطانانو د ویشتلو او خپل کور (کعبې) د طواف کولو پر مهال منډې وهل ساقطې کړې دی، څو د ښځو حیا او عزت خوندي وساتل شي.
  • سیکولرانو ښځه له محرم پرته سیاحت او چکرو ته ویستلې ده، حال دا چې الله تعالی د محرم په نه شتون کي ورڅخه د حج فریضه ادا کول ساقط ګرځولي دي.
  • سیکولرانو ښځه د عطرو د استعمال، د ښایست له ښکاره کولو، نیمه بربنډه له کوره سرکونو ته راوویسته حال دا چې الله تعالی پر ښځینه پر پښو باندې د پایزیب له استعمال منع کړی څو د خلکو توجه جلب نکړي.

نو درنو خویندو!

  • سیکولرانو تاسې ته وهم در اچولی چې ګوندې پورته ذکر شوي د الله تعالی د احکامو ضد اعمال او نیمه بربنډه جامه یو فرهنګ دی حال دا چې الله تعالی تاته د خپل بدن د پټ ساتلو امر کړی.

خویندو!

له درانه خوب او غفلته راویښې شئ، مخکې له دې چې هغه ورځ راورسیږي چې ستاسی بدن په کفنونو باندی پټ کړای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close