ښکلې ورور ولي ( دریمه برخه)

لیکوال : محمد زبیر هاشمي

که تاسی داسلام تاریخ ته وګورئ نو زموږ د پیشوا محمد رسول الله (ص) او د صحابه و رضی الله عنهم څومره ښکلې ورور ولي کړي وو، یو تور حبشي غلام بلال راځي اسلام قبلوي ، رسول الله (ص) يې ځان سره ملګری کوي او حال دا چې په مکه مکرمه کې داسي خلک سره ناسته پاسته خلکو خپله بې عزتي ګڼله.
رسول الله ( ص) حبشي غلام د خپلو خاصو ملګرو څخه وګرځوله دېته یې ونه کتل چې دی غلام دی تورحبشي دی مکې مکرمې خلک به په ما وخاندي چې غلام سره ملګرتيا کوي، رسول الله ته دیوکس مسلمانې مهمه وه ، دمکې سردار يې نه وه خوښ، خپل تره يي نه وه خوښ چې مکې مکرمې دمشرانو څخه وه ځکه چې دوی د الله په دښمنې کې واقع ول او بتانو ته يي سجدی لګولی .
همداسي سلمان فارسی له فارس څخه راځي مدینې منوری ته ، صحابو رضی الله عنهم دیته ونه کتل چې دا فارس عجمي مسافر دی ، خو د الله تعالی وحدانیت يي په زړه کې ده ، رسول الله (ص ) د خپلو خاصو ملګرو څخه وګرځوه،
داسي واقعات د رسول الله ص او صحابو کرامو رضی الله عنهم په سیرت کې ډیر زیاتی دي چې دوی به ذات، عصب ،نسب ته فوقیت نه ورکوو، دوی ته هغه شخص محبوب وه چې اسلام دین باندی مشرف وه .
الله دې رحم وکړي نن سبا خو ورور ولی صرف ذات پرستي ، وطن پرستي او زبان پرستي باندی تپل شوی ده که سور کافر وي دالله تعالی په دښمنې کې واقعی وي او دغه کس د ده له قوم څخه وي یا د ده له وطن څخه وي او یا د ده په ژبه خبرې کوي بس دا ورته د هرڅه نه بهتره وي.
اوس چې یو کس پژند ګلوي کوی پکار داسي ده، چې پوښتنه وشي مسلمان يې؟ نه، دوی اول پوښتنه ورنه دتذکری کوي، تذکره درسره شته یا پاسپورت درسره شته؟ که وي خو خیر دی کنه وي بیا وهل او دزندان مستحق شي، هغه به ورته وایي چې مسلمان یم ستا ورور یم مسافر یم، دوی به وايي نه تا سره تذ کره نشته ده .
زه وایم که په دې وخت کې رسول لله ص وی او کوم اسلامي هیواد ته سفر کولو نو اول به يې ترېنه پاسپورت پوښتنه دغو مسلمانانو کوو، اوسني دورمسلمانانو به دېته نه کتل چې دغه جهان د ده په مخ روښانه ده.
دا خبرې په دې مسلمانانو کې شته د رسول الله ص صحیح پیروان اوس دهشتګر په نامه یادیږی وژني ، بندیان کوي تر دې پورې چې بلاد حرمینو ته یې هم نه پریږدی ، ولی؟ چې دا هغه څه غواړي کوم چې رسول الله غوښتل، دا هغه نظام غواړي چې کوم نظام لپاره صحابو کرام رضی الله عنهم ویني تویه کړی بیلګي په زرهاو دي .
داسلام دښمنانو په مسلمانانو کې دومره کار کړی دی چې خپل مسلمان ورور څخه نفرت کوي په مختلفو شکوکو يې اخته کړي دي، اسلام دښمنان پدې پوهیږي که چیرته دغه ټولنه په یو اواز یو موټی شي نو کفري نړۍ ته به یو سخت خطرشي.
ددې زمانې مسلمانانو ورور ولي ته ځیرشوی ټوله ورور ولي د کفارو په اشاراتو کوي چې دوی ورته څه وايي زموږ مسلمانان همغه شی کوي، چې ورته وايي فلان کې مسلمان دهشتګر دی زموږ مسلمانان به وايي دا له پخوانه څخه دهشتګر وه.
نور بیا …

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close