کابل:د جنرال دوستم پر کاروان زوروره چاودنه وشوه

نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازې ته څېرمه چاودنه تر سره شوه.

چارواکي وایي، چاودنه د جنرال دوستم پر کاروان تر سره شوې او زیاتره قربانیان یې امنیتي کسان دي.

امنیتي سرچینې تائیدوي چې، چاودنه له هوايي ډګره د جنرال دوستم تر وتلو څو دقیقې وروسته د جنرال دوستم پر ساتونکو ترسره شوې .

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او  لسګونه نور ټپیان دي.

چارواکی وایي، جنرال دوستم او محقق چې دواړه په یوه موټر کې ناست و، له چاودنې روغ وتلي.

د چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close