کابلوف: د افغانستان جګړه او طالبان له نظامي لارو نه ختمېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۵) د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، د افغانستان جګړه او طالبانو له نظامي لارو نه شي ختمېدلی باید خبرې ورسره وشي.

کابلوف ويلي، چې روسيه هڅه کوي تر څو طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرو کېنوي خو زياتوي چې طالبانو تر دې دمه په هيڅ کومې غونډې کې ګډون نه دی کړی نو لا هم ستونزې شته.

د کابلوف په وينا، طالبان دا مهال د افغانستان پر پنځوس سلنه خاوره حاکميت لري، يو قوي ځواک دی، د افغانستان ولس پرې باور لري نو ځکه هغوی خپلې ډيرې فيصلې هم پر طالبانو کوي.

نوموړي له امريکا غوښتي چې په افغانستان کې د خپل حضور په اړه سپيناوی وکړي ترڅو طالبانو خبرو ته لېوالتيا وښيي.

له امريکا څخه خپرېدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د خپلې وروستۍ ګڼې په یوه مطلب کې ليکلي، چې امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

نيويارک ټايمز ليکي، ټرمپ او د سپينې ماڼۍ امنيت شورا امريکايي ديپلوماتانو ته امر کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅې وکړي.

که څه هم افغان حکومت په وار وار له طالبانو سره د خبرو کولو غږ کړی خو طالبان وايي چې په هېواد کې اوسنی حکومت د امريکا لاسپوڅی او بېواکه دی، د جګړي اصلي لوری امريکا ده بايد د افغانستان مسله د هغوی سره حل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close