کابل: ارغندۍ کې ۵ امنیتي منسوبین طالبانو ته ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۹)

راپورونه وایي چې تیره ورځ د پلازمینې کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د برې ارغندۍ په سیمه کې ۵ تنه عسکر له طالبانو سره یوځای شوي.
ځایي سرچینې وایي، یاد شوي عسکر د ارغندۍ د کټه خیلو د کلي دي او د طالبانو د جلب او جذب کمیسیون په هڅو له دندو راګرځیدلي.
چطالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې منلې چې د (سپين ګل، اسماعیل، حنیف، عبدالوهاب او یونس) په نومونو ۵ تنه امنیتي ځواکونه د حقائقو په درک کولو سره ورته تسلیم شوي.

ارغندۍ د کابل په لویدیځ کې له میدان وردګو سره لګیدلې پراخه سیمه ده چې وسلوال طالبان په کې په پراخه کچه حضور لري او وخت نا وخت د کابل ترانسپورټ ته نږدې په پروت امنیتي بیس ، قلعه حیدرخان او آن د کمپنۍ سیمو کې بریدونه تر سره کوي.

د هغو شمیرو تر مخه چې دولتي سرچینې یې هم مني،   په تیره یوه میاشت کې لسګونه امنیتي ځواکونو د کابل په مختلفو ولسوالیو کې طالبانو ته ورغلي او د طالبانو پر وړاندې یې له جنګ جګړو لاس اخیستی دی.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close