کابل امریکايې پوهنتون :مونږ به ټول هغه څه کوو چې په وس کې مو دي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۳) عبدالهادي همت

له هغه وروسته چې تېره شپه طالبانو د دوو تښتول شویو بهرنیو استادانو ویډیو خپره کړه، په کابل کې د امریکا يې پوهنتون له لوري یې په غبرګون یوه اعلامیه نشر شوې چې په کښي ویل شوي مونږ په دغه ویډیو ودردېدلو.

«مونږ به ټول هغه څه کوو چې په وس کې مو دي تر څو خپل استادان په خیریت سره له خپلو کورنیو سره یو ځای کړو، دوی افغانستان ته ددې لپاره راغلي ووچې د افغانانو سره مرسته وکړي او هیڅ چاته ضرر ونه رسوي».

بندیانوویلي وو چې مونږ وروسته تر هغه ډېر نا امیده شو کله چې د امریکايي پوهنتون او امریکايي چارواکو په ګډون د طالبانو سره ددوی د خلاصون مذاکرات ناکام شول.

د امریکايې پوهنتون لخوا په خپره شوې اعلامیه کې بندیان مخاطب کړل شوي اوورته ویل شوي :موږ ستاسو ترڅنګ ولاړیو موږ تاسو د امریکايې پوهنتون دکورنۍ غړي بولو موږ به ستاسو د خلاصون لپاره ټول وس په کارواچوو موږ په به پرټولو اړخونوفشار واچوو چې ستاسو د ازادۍ لپاره ټول وس وکړي موږ به ترهغو ارام ونه کړو چې ترڅو مو تاسو خلاص کړي نه یاست

طالبانو تېره شپه یوه ویډیو خپره کړه چې په ویډیو کې یو امریکايي او بل اسټرالیايي استادان ښکاري کوم چې د تېر کال ۲۰۱۶ په اګست میاشت کې د کابل څخه تښتول شوي و.

طالبانو ویلي و چې د دوی  جایزي غوښتني دي ومنل شي او د زور څخه دي کار نه اخیستل کیږي کنه د بهرنیو بندیانو ژوند ته به خطر شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close