کابل: انتخاباتي مرکزونو ته څېرمه چاودنې او ډزې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)

له سهار راهيسې د کابل ښار اړوند شاوخوا سيمو کې انتخاباتي مرکزونو ته څېرمه تر اوسه څو چاودنې شوي چې لا هم خلک د نورو احتمالي چاودنو څخه په ويره کې دي.

لومړۍ چاودنه نن سهار هوايي ډګر ته څېرمه شوې، بله چاودنه د شپاړلسمې حوزې ده خدایداد سیمه کی سرک بالا دانتخاباتو مرکز کې شوې.

بله چاودنه په پنځلسمه ناحيه کې په سره مينه کې شوې، د پل سوخته، خواجه بغرا، وزير اکبر خان متوسطه او پنجصد فاميلي له سيمو هم د چاودنو راپور ورکول شوی دی. راپور زياتوي په قصبه کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د شپږمې ناحيې د چهارقلعه او لسمې ناحيې په نواباد سيمه کې په ټاکنيزو مرکزونو هم چاودنې شوي دي.

دغه راز د کابل د دوهمې ناحيې اړوند په کارته پروان سيمه کې چاودنه شوې چې ځايي سرچينې وايي، دا يو سرتيری برید و او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه د نورو چاودنو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو ويل کېږي، د کارته پروان چاودنې شايد له شلو زيات کسان وژلي او لسګونه نور ټپيان کړي وي.

د کورنيو چارو وزارت په خيرخانه، مریم ليسه او فیض محمد سړک او ځينو نورو سيمو کې چاودنې تاييدوي خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

دغه راز طالبانو د هېواد له ګڼو ولايتونو څخه په انتخاباتي مرکزونو د چاودنو او بريدونو راپورونه ورکړي دي چې ويل کېږي ډيری خلک د امنيتي ګواښونو له ويرې د ټاکنو مرکزونو ته نه دي ورغلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close