کابل او بغلان کې نږدې ۳۰تنه امنیتي منسوبین له طالبانو سره یوځای شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۵)

ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د کابل ولایت په خاک جبار او د بغلان د برکې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه لسګونه د ملي اردو، ملي پولیسو او اربکیانو سرتیري دطالبانو لیکو ته ورغلي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د جلب او جذب کمیسیون په هڅو یې د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۳ د ملي اردو او پولیسو ځواکونه د حکومت له صفه را جلا کړي او خپل عادي ژوند ته ورګرځیدلي .

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم په یاده ولسوالۍ کې ۲۷ تنه پولیس او اردو ځواکونه له طالبانو سره یوځای شوي و.

طالبانو دغه راز ویلي چې د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ د امنیې قوماندان په ګډون ۶ تنه امنیتي ځواکونه د دوی لیکو ته ورغلي او د دوی افرادو یې تود هرکلی کړی.
طالبانو ویلي چې ورغلو ځواکونو ته یې د سر او مال د ساتنې او د عادي او آرام ژوند اطمینان ورکړی دی.
طالبانو په بغلان او کابل کې د ورغلو امنیتي منسوبینو نومونه هم نشر کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close