کابل او هلمند کې دملي اردو ځواکونو ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)

راپورونه وایی، چې د ملی اردو ځواکونو د پلازمینې کابل په لویدیځ د پغمان ولسوالۍ اړوند د ارغندۍ په سیمه کې چاپه وهلې او ګنو ولسي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خبر زیاتوي، افغان ځواکونو د ارغندۍ منطقې د سرې کلا په کلي کې د طالبانو په پلمه د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې چې د یوې ماشومې په ګډون یې د یوې کورنۍ ۴ تنه شهیدان کړي او ۶ تنه یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

بل پلو له هلمنده خبرونه وایي، چې ګډوځواکونو د سنګین پر ولسوالۍ د ډیسي توپونو ډزې کړې چې ټول د ملکي خلکو په کورونو کې لګیدلي .

سرچینې وایي، توپونه په چهار دِه سیمه پر کورونو لګیدلي چې په ترڅ کې یې ۴ تنه زخمیان او یوه ماشومه وژل شوې.

طالبانو د دواړو پیښ و د غندلو ترڅنګ ویلي، چې د دوی اړوند وسلوال په کې نه دي په نښه شوي.
د یادونې وړ ده چې تیره شپه د ننګرهار په خوږیاڼو کې هم امریکایانو پر یوه کور چاپه وهلې وه چې د چارواکو په وینا ۱۱ تنه په کې وژل شوي، چې ۹ تنه یې یواځې ملکي کسان وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close