کابل بازارونه: د توکو په نرخونو کې یوځل بیا توپیر راغلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۵)

د کابل په بازارونو کې یوځل بیا د تیلو او ځینې خوراکي توکو بیې لوړې شوې، دغه راز سره او سپین زر هم یو څه پورته تللي دي.
نن د شهزاده سرای د معلوماتو له مخې، یو امريکايي ډالر په ۷۵.۲۵ افغانۍ او زر پاکستاني کلدارې په ۵۷۵ افغانیو پلورل کېدلې، په داسې حال کې چې تیره اونۍ یو امريکايي ډالر په ۷۵.۸۰ افغانیو او زر پاکستاني کلدارې په ۵۸۶ افغانیو تبادله کېدلې.

دغه راز د تیرې اونۍ په نسبت د یوې ۴۹ کیلویي بورۍ پاکستاني بورې د عمده پلور بیه له ۱۶۲۰ افغانیو څخه۱۶۴۰ افغانیو ( پرچون په ۱۸۰۰ افغانۍ) ته او د پنځوس کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۳۲۰ افغانیو ۱۳۴۰ (پرچون ۱۴۰۰) ته افغانیو ته لوړ شوې ده.

همدراز د تیلو بیه د تېرې اونۍ په نسبت یو لېتر پطرول له ۵۸ افغانیو ۵۹ ته لوړه شوي؛ خو د یو لېتر ډېزلو بیه د تېرې اوونۍ په څېر ۵۵ افغانۍ ده.
په عین حال کې د سرو زرو په بیه کې هم توپیر راغلی او یو ګرام عربي سره زر له ۲۳۰۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته  او یو ګرام روسي سره زر له ۱۸۵۰ افغانیو ۱۹۰۰ افغانیو ته لوړ شوي دي .

خو د ځینو خوراکي توکو بیې بیا د تیرې اونۍ په څیر په خپل حال پاتې دي.
د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستاني سېله وريجې عمده پلور ۲۰۲۰ افغانۍ او پرچون ۲۴۰۰ افغانۍ، ¹⁶ لېتره خورشيد غوړي عمده ۱۰۲۰ افغانۍ او پرچون په ۱۱۵۰ افغانۍ، یو کیلو اندونيزیايي شين چای ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کیده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close