کابل بيا اړ دی چې دافغان کډوالو په اړه اسلام اباد سره خبرې وکړي

سرلیکنه

افغانان، چې تل دستونزو سره مخ دي ديوې ستونزې دهواري لپاره چې هلې ځلې پېل کړي دهغې دکاميابۍ دمخه بله ستونزه سر راپورته کړي، ددويمې راپورته شوې ستونزې په اړه چې غور روان وي ورپسې دریمه ستونزه راپورته شي. دافغانانو ژوند په داخل او بهر دواړوکې دومره تريخ شوی چې نور نو ددوی ستونزو دحل لپاره هيڅ يوه لار نلري يوه لاره يې شته، چې الله په مونږ رحم وکړي او په خپل فضل او کرم مونږ ددې ستونزو څخه چې ورسره مخ کړل شوي يو خلاص کړي.

دنړۍ په کچه نورو هېوادونو کې هم دا ډول ستونزې وې خو افغانان يې ځکه راګير کړي دي چې دا وخت افغانان نه خواخوږي مشران لري ، نه دالله تعالی درضا لپاره حقيقي علماء لري او نه دنړۍ له تجربو او سياسته باخبره سياستوال چې دافغان مظلوم ولس په سرونو کومې لوبې کېږي او هره ورځ يې له کورونو په يوه اوبل نامه جنازې پورته کېږي ، دحل لاره ورته پیدا کړي. د موجوده چارواکو بې علمۍ ، بې تجربه ګۍ اوبي مسؤليتۍ له امله افغانانوته دستونزو نه نورې ستونزې زېږول کېږي.

په نورو هېوادونوکې چې دا ډول کومه ستونزه رامنځ ته شي لومړۍ ديني علماء سره راټول، سياسي پوهان پرې دنړيوالو سياست او چارواکي پرې دخپل مسؤليت له مخې اتفاق وکړي او ولس دورپيښې ستونزې څخه وژغورل شي.

بدبختانه، دافغانستان يو شمېر علماء ـ حقيقي علماوو ته په پوره درناوي او احترام ـ چې خپل ديني مسؤليت په نظر کې نه نيسي دباطل سره دومره کلک ولاړ وي چې دافغان ولس پرسرونو لوبې کوونکی واکمن ځان په حقيقت ولاړ وبولي په دې اړه ديني علماء دافغان ولس په وړاندې په ورځ دقيامت مسؤل دي؛ هغه ديني علماء چې دکمونيستي واکمنو او بيا دتش په نامه جهادي مشرانو چې هريو تنظيم ته يې دحقيقت سندونه په لاس ورکول چې تردې دمه په افغانستان کې څومره وينې تويېږي دا دکمونيستانو دکمونيستي کودتا اوبیا دجهادي تنظيمونو ترمنځ دبې اتفاقۍ او يو شمېر هغو علماوو  دفتواوو نتايج دي، چې خپل خپل ګوند ته به يې دمقابل لوري په اړه ورکولې. په دې بل کړل شوي اورکې ديوې خوا په افغانستان کې ويني بهېږي او هم هغه افغانان چې بهر ته تللي دي دبې کورۍ په حال کې دژوند ترخې شېبې شمېري.

په کابل کې دپاکستان سفير اخترمنير دکډوالو چارو وزارت ته ويلي چې پاکستان دخپلو کورنيو ستونزو سره مخ دی، افغان چارواکي بايد دخپلو افغانانو چې پاکستان يې له خپل هېواده باسي په خپل هېواد کې دې داوسيدو چاره وکړي. پاکستان د۲۰۱۴کال په پوره کيدلو له پاکستانه دکډوالو دايستلو وينا کړې وه چې بيا اسلام اباد ته دکډوالو دوزير بلخي او کابل ته دپاکستاني پلاوي په سفر په درې ګوني غونډه پاکستان افغانستان او يو ني سي آر په منځګړیتوب پاکستان تر۲۰۱۷کاله پورې دکډوالو دپاتې کيدو منښته وکړه؛ خو ويې ويل چې کابينې ته به دا موضوع وړاندې کوي.

اوس چې يو څه دداوړو هېوادونو ترمنځ يو سياسي سطحه کې بې باوري پيدا شوې ده په کابل کې پاکستان سفير بيا دا موضوع تازه کړه چې پاکستان کې ۳مليونه افغان کډوال چې نيمايی يې غيرقانوني دي ژوند کوي پاکستان نور ددې کډوالو دژوند بار په اوږو نشي وړای.

اوس به افغان چارواکې بيا داسلام اباد سره خبرې کوي ترڅو په سخت ژمي کې دا مسئله حل کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close