کابل: بګرامیو کې یوه امریکايي کشفي الوتکه رانسکوره شوه

کابل ټکی کام ۱۳عقرب/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د کابل ولایت څخه مو همکار خبر راکوي چې د دغه ولایت په بګرامیو ولسوالۍ اړوند د سهاکو نومې سیمه کې د امریکایي ځواکونو یوه کشفي الوتکه را نسکوره کړل شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې دغه الوتکه په داسې حال کې را نسکوره شوه، چې په سیمه کې یې د څارنې ماموریت ترسره کاوو.
مجاهد وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر الوتکې را نسکورې شوي دي، خو دولتي چارواکي یې په یوه او په بله بانه پټوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close