کابل: خصوصي سکتور په څلورو لویو فابریکو پانګه اچونه کړې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۲ فرید افغان)

د کابل د بګرامیو په سیمه کې یو افغان پانګوال په څلورو لویو فابریکو ۱۲ میلیون ډالر او ۱۵۰ میلیونه افغانۍ پانګه اچونه کړې چې په لنډ وخت کې به په کار پیل وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي ، چې دغه فابریکې به د کرنیزو تولیداتو د پروسس د غوړیو د تولید او د چرګانو د دانې جوړولو په برخو کې فعالیت کوي.

د وزارت په وینا، د دغو فابریکو په جوړېدلو سره به کابو ۸۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شي.
.په دې کمپلکس کې به له شولو د وریجو ایستلو پرمختللي ماشینونه، د دالو او د مرغانو د دانې پروسس، همداراز به د غوړیو د تولید لویه فابریکه او یو لوی د چرګانو فارم فعال وي.
د دې فابریکې خاوند محمد باز غیرت وایي؛ چې یواځې د وریجو په فابریکه یې ۱۲ میلیونه ډالر پانګه اچونه کړې.

د نوموړي په خبره یاده فابریکه به په ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ ټنه غوړي تولیدوي.
د فابریکې مسؤل زیاتوي په دې صنعتي ښارګوټي کې یې د ۲۰۰ زره چرګانو د روزنې او خرڅلاو ځانګړی ځای هم په پام کې نیولی چې په کلنۍ توګه به ۳۰۰ زره کیلو تولید کړای شي.

د فابریکې یو بل مسؤل محمد عالم وایي؛ چې د چرګانو په برخه کې یې ۵۰ میلیونه افغانۍ او د دالو دپروسس په برخه کې یې ۲۰ میلیونه افغانۍ پانګه اچونه کړې.
همداراز د ۳۰ جریبه باغ پر جوړولو یې ۷۰ میلیونه او ورسره یې د غوړیو د تولیدخانې په برخه کې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګولې دي.
د نوموړي په خبره؛ اوسمهال په یاده فابریکه کې ۳۶۳ په کار بوخت دي چې د فابریکو د کارونو تر بشپړیدو به د کاروباري کسانو شمیر تر ۸۰۰ تنو پورې ورسیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close