کابل: داعش د نني بريد پړه منلې او ارګ دغه بريد غندلی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)

نن د کابل ښار استقلال ليسې او ارګ ته څېرمه په هزاره لاريونوالو چاودنه وشوه چې له کبله يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

په لومړيو کې امنيتي چارواکو وويل چې دغه چاودنه په سيمه کې د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کېدو له کبله رامنځته شوې خو وروسته د کورنيو چارو وزارت وويل چې دغه برید د يوه سرتيري بريدګر له خوا شوی دی.

د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش وايي، په بريد کې شپږ تنه وژل شوي او نږدې شل تنه نور ټپيان دي زياتوي د پېښې قربانيانو کې نظاميان او عام خلک دي.

د رويټرز اژانس د خبر له مخې، داعش ډلې په کابل ښار کې پر لاريونوالو د نني بريد پړه منلې او په يوې خبرپاڼه کې يې ويلي چې دغه بريد د يوه سرتيري بريدګر له خوا په شيعه وګړو ترسره شوی دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د نني بريد غندنه شوې او د ولسشمر غني له لوري ويل شوي چې دغه ډول بريدونه به ترورستان خپلو موخو ته ونه رسوي او په پېښه کې د قربانيانو لپاره د خواخوږۍ او غمشريکۍ مراتب وړاندې کړي دي.

طالبانو له تيرو څو ورځو راهيسې د غزني په مالستان، جاغوري او روګان ولايتونو کې پر دولتي تاسيساتو او ودانيو بريدونه پيل کړي چې د ځايي سرچينو په وينا تيره شپه طالبانو د مالستان ولسوالۍ نيولې او په جاغوري کې لا هم جګړه روانه ده.

د يادونې ده، چې نن په کابل کې د غزني د امنيتي وضعيت او د طالبانو د وروستيو بريدونو په غبرګون کې د دغه ولايت اوسېدونکو لاريون کړی و.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د غزني په جاغوري او مالستان کې د دوی جګړه د کوم قوم يا مذهب په خلاف نه ده او له لاريونوالو يې غوښتي چې د کابل چارواکو په هغو تبليغاتو تير نه وځي چې وايي طالبان په دغه ولايت کې قومی او مذهبي جګړه کوي، طالبان وايي ” عام هزاره وطنوال باید د دغو امریکايي غلامانو خبرو ته هيڅ اهمیت ورنکړي او ځان په جنجالونو کې ښکیل نه کړي.”

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close