کابل: دشت برچي چاودنه کې د وژل شويو شمير ۴۸ تنو ته لوړ شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۴)

د کابل ښار د ديارلسمې امنيتي حوزې اړوند د دشت برچي سيمه کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

چاودنه د موعود په نوم په يوه ښوونيز مرکز کې شوې چې د راپورونو له مخې بريدګر ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

که څه هم د کابل د امنيې قومندانۍ وياند حشمت ستانکزی وايي،په لومړنيو معلوماتو کې وويل چې د چاودنې له کبله يو تن وژل شوی او نهه تنه نور ټپيان دي.

خو د دغه مرکز يوه ښوونکي یک تلويزيون ته وويل: په چاودنه کې دېرش کسان وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي.

روغتيايي مسوولين وايي، تر دې دمه د پېښې له ځايه د نهه تنو جسدونه او يوولس ټپيان وروړل شوي دي.

د عامې روغتيا د وزارت وياند وحیدالله مجروع وايي، د پېښې له ځايه د اته څلوېښت تنو جسدونه او اووه شپيته ټپيان وروړل شوي دي.

تېره ورځ له پېښې څو شيبې وروسته ذبيح الله مجاهد په دغه چاودنه کې لاس لرل رد کړل او په خپل ټويټر پاڼه يې وليکل: “د کابل ښار په دشت برچی کې د نن ورځې چاودنه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې ربط نه لري.”

لا هم د دغه برید مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

د روان کال په اپريل مياشت کې هم په دشت برچي سيمه کې په يوه سرتيري بريد کې له پنځوس زيات کسان ووژل شول او نږدې يونيم سل نور ټپيان شول چې د چاودنې پړه د داعش ډلې په غاړه اخيستې وه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close