کابل: دولتي عسکرو د ملا عبدالسلام ضعیف کور محاصره کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۶)

له تيرې شپې راهيسې دولتي عسکرو په کابل کې د ملا عبدالسلام ضعيف پر کور چاپه وهلې چې لا هم روانه ده.

ملا عبدالسلام ضعيف دغه محاصره تاييدوي وايي، له تيرو اتو ساعتونو راهيسې يې کور کلابند دی.

نوموړي ويلي، دولتي ځواکونو يې کور ته د ننوتلو هڅه کړې خو د هغه د ساتونکو له خوا د مخالفت سره مخ شوي چې له کبله يې یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

ضعيف رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې دا مهال يې کور ته لسګونه دولتي پوځي موټر ورغلي او شاوخوا سیمه يې کلابنده کړې ده.

ملا عبدالسلام ضعیف د طالبانو او امریکایانو تر منځ د مذاکراتو په لومړیو ورځو کې په قطر کې وو، بیا کندهار ته ولاړ چې  کابل ته د ور ګرځېدو سره سم ورته ګواښونه شوي او سمدستي يې په کور چاپه وهل شوې.

ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير پاتې شوی او په وروستيو کې د سولې د راتګ لپاره هلې ځلې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close