کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزير له خپلې دندې استعفا وکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۸) الماس خدرخېل

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني د ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل استفا ليک لېږلی دی.

ښاغلي عبدالباري جهاني په خپله فسبوک پاڼه د استعفا لامل روغتيايي ستونزې ښودلي دي او ويلي يې دي، چې له دې وروسته نه شي کولی خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نوموړي ولسمشر ته په اشارې سره په خپله پاڼه ليکلي: (ستاسي جلالتمآب څخه، چي علمي مقام ته به مو ترابده احترام لرم، په ډېر درنښت هیله کوم چي زما استعفاء منظوره کړۍ).

جهاني ليکي، چې ولسمشر ته يې د روان کال د لړم پر اتمه نېټه استعفاليک استولی دی او تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال ياند سيد حسين مرتضوي تائيد کړې، چې ښاغلي جهاني استعفا ورکړې، خو تر دې دمه ولسمشرغني د نوموړي د استعفا په هکله مثبت يا منفي ځواب نه دی ورکړی.

د يادونې ده، چې عبدالباري جهاني ډېر کلونه د امريکا غږ راډيو کې د خبريالۍ دنده اجرا کوله چې بيا وروسته د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير وټاکل شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close