کابل: د امنيتي ځواکونو په نوم د غلو دوه ډلې نيول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۸) الماس خدرخیل

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کابل ښار کې يې د غلو دوه داسې ډلې نيولي چې د امنيتي کسانو په جامو کې به يې غلاګانې کولې او خلکو ته به يې ځانونه امنيتي منسوبين معرفي کول.

د کابل د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو د پلټنې رئيس فريدون عبيدي وايي، چې لومړنۍ پنځه کسيسه ډله چې له خلکو به يې په زور مبايلونه، پيسې او نور قيمتي توکي اخستل د اوومې امنيتي حوزې د پوليسو له لوري د اوومې، اتمې، شپاړسمې ناحيې په اړونده ساحه کې نيولې ده.

په همدې حال کې د غلو يوه بله څلورکسيزه ډله د ديارلسمې، شپږمې او پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې نيول شوې چې خلکو ته به يې ځانونه امنيتي منسوبين معرفي کول او د خلکو کورونو ته به د تلاشۍ په پلمه ورننوتل.

دوی وايي، چې غله يې د سيمې د خلکو په همکارۍ نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې هم په کابل کې د ملي امنيت د دادارې له لوري وخت ناوخت غله نيول کېږي.

په دې وروستيو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې د غلاوو او ناامنۍ پېښې زياتې شوي او خلک شکايت کوي، چې امنيتي ځواکونه د خلکو په امنيت ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د چارو یو شمېر پوځي شنونکي بیا وايي، چې د غلو او سړي تښتونکو لوی بانډونه د حکومت منځ کې ریښې لري او له همدې امله یې حکومت په ځپلو او نیولو کې ناتوانه دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close