کابل: د اوومې امنیتي حوزې امر د بډې اخیستو په تور نیول شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) زرغون خوږیاڼی

 تیره ورځ د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې امر خیر الدین صیاد د بډې اخیستو په تور نیول شوی دی.

د اداري فساد د سترو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي محکمې د کابل د پولیسو د ۷مې امنیتي حوزې امر ډګروال خیر الدین صیاد د ۵۰ زره افغانیو بډې اخیستو په تور نیولی دی.

د داخله وزارت ویاند صدیق صدیقي د اداري فساد د سترو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي محکمې لخوا د اوومې امینتي حوزې امر نیول تایید کړي دي، نوموړي ویلي، چې ډګروال خیر الدین صیاد اوس د پلټنو لاندې دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې خیرالدین صیاد په کوم ډول ۵۰ زره افغانۍ بډې اخیستي دي.

څو ورځې وړاندې د اداري فساد د سترو جرمونو د مخنيوي عدلي او قضايي محکمې د نظامي څارنوالۍ پخوانی رئيس عبدالحۍ جرئت هم د ۵۰زره افغانیو د بډو اخیستو په تور په دوه کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړ.

ځینو څيرو د یادې محکمې پر پریکړو نیوکه کړې وه، چې دغه بنسټ باید په پخپلو لومړيو غونډو کې د د ميليونونو ډالرو د غلا او اختلاس لويې قضيې وڅېړي.

په دې وروستیو کې د هېواد په نظامي قطعاتو کې د فساد زیات راپورونه ورکول کیږي، چې تیره ورځ د ولسي جرګې ځینو غړیو د هېواد د هوايي ځواک په شخصي توګه د استعمالولو خبر هم ورکړی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close