کابل: د باقرالعلوم مدرسه کې چاودنه شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) زرغون خوږیاڼی

نن له غرمې وروسته د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د کاتب سرک سره نږدې باقرالعلوم د اهل تشیع په مدرسه کې چاودنه شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي چې په چاودنه کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ناتایید شوي راپورونه وايي، چې چاودنه یو سرتیري برید ګر په داسې حال کې کړې چې په سیمه کې د شعیه ګانو لخوا د امام حسین د څلویښتۍ مراسم روان وو.

په کابل ښار کې د استقلال روغتون چارواکو ویلي دي، چې دوی ته د پيښې له ځای نه ۱۳ مړي او نږدې ۳۰ ټپیان  وروړل شوي دي.

د داخله وزارت د جنايي تحقیقاتو رئيس فریدون عبیدي ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان دي.

ځینو سرچینو ویلي چې د طالبانو یوه ویندوی دا حمله رد کړې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

د یادونې وړ ده چې په شعیه وګړو باندې دا ډول حملې د داعش وسله والې ډلې لخوا ترسره کیږي، چې مخکې یې د عاشورا په مراسمو کې هم د دا ډول حملو پړه منلې وه.

 تر اوسه ددې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close