کابل د بهرنیانو په موټر کې ځای پرځای شویومنفجره توکو چاودنه کړې

 

نن سهار د کابل د ۹ امنیتي حوزې اړوند دکابل بای سیمه کې یوه نسبتاً قوي چاودنه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي؛ چاودنه د ناټو ځواکونو پر یو موټر شوې چې مرګ ژوبله هم لري.
ویاند ویلي په چاودنه کې ۱ تن وژل شوی او ۴ تنه ټپیان دي.
پژواک خبري اژانس د امنیتي مسؤلینو په حواله خبر ورکړی چې چاودنه د هغو منفجره توکو له امله شوې چې پخوا د بهرنیانو په موټر کې ځای پرځای شوي وو.
پژواک ویلي چې په یاده چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close