کابل: د تیرې شپې اورلګیدنې سلګونه میلیونه ډالر زیان اړولی او زیاتره یې چور شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم  ۱۱)

د پلازمینې کابل په نادر پشتون واټ کې د تیرې شپې اور لګیدنه پای ته رسیدلې، خو سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی او ډیری مالونه چور تالان شوي دي.

د دې سیمې دکانداران وایي، په دغه اورلګیدنه کې چې له ساعتونو وروسته کابو شوه، د کابل، اتفاق، خیرخوا او زرنګار مارکېټونو سلګونه دوکانونه سوځیدلي او سلګونه نور د نامعلومو اشخاصو افرادو له خوا چور شوي دي.
دکانداران وایي، په زرنګار مارکېټ کې شاوخوا دوه سوه ګودامونه او د خیرخواه په مارکیټ کې تر زرو ډېر دوکانونه وو چې تر ډېره پکې برقي سامان الات، د کورونو د اړتیا وړ وسایل او ګرځنده موبایلونه پلورل کېدل.

دوی زیاتوي، زیاتره مالونه مو وسوځیدل ،ډیر نور غلا او چور شول چې په وینا یې یو شمیر امنیتي چارواکي هم په دې چورتالان کې ښکیل و.

دکاندارانو آزادۍ رادیو ته ویلي، امنیتي ځواکونو په خپل وخت سیمې ته ځان ونه رساوو

“کله چې مارکېټ ښه وسوځېد، بیا دوی راغلل، دوی ایله له خپلو څو موټرو سره اخوا دېخوا ګرځېدل، په دې وخت کې زموږ ډېر مالونه هم غلا شول.

خو چارواکي بیا خپله نا اړامي نه مني او زیاتوي چې دوی خپل ټول کوښښ وکړ، خو د وسایلو له کمبود سره مخ وو.

ځینو سرچینو د کابل د ملي امنیت مشر په حواله ویلي، چې افغان چارواکو د اور له توندیدو وروسته آن له امریکایانو هم د مرستې غوښتنه وکړه،.چې که د اطفایي چورلکې لري، سیمې ته دې ور واستوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close