کابل د شاه شهید د قربانیانو د کورنیو په غړیو ملي اردو ډزې وکړې

کابل ټکی کام ۲۲وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د کابل ښار څخه په تر لاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې امنیتي ځواکونو په هغو لاریون باندې ډزې وکړې چې د شاه شهید د خونړۍ پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړي وو.

نن یکشنبه د کابل ښار د شاه شهید د خونړۍ پېښې د قربانیانو د کورنیو لسګونه غړو خپلو ستونزو ته د توجو  نه ورکولو له کبله دوی لاریون ته اړ شول چې لاریون په تاوترېخوالي واوښت.

د لاریون کوونکیو په وینا چې په سوله ییزه توګه یې لاریون ته دوام ورکوو چې نا څاپه د ملي اردو سرتېرو پرې د سوک او لغتې برید ترسره کړ، بیا وروسته یې په لاریون کوونکو ډزې وکړې چې له کبله یې درې تنه ټپيان دي،

لاریون کوونکي وایي چې د لاریون په کولو یې له امنیتي ځواکونو څخه اجازه هم اخیستې وه، خو دوی بیاهم له خپل ناوړه چلند څخه کار وا خېست.

لاریون کوونکي زیاتوي چې کله پوځ پرمونږ ډزې کولې نو پولیسو هم د سکوت لاس په خوله اېښی وو، چې تاوترېخوالي مخه یې ونه نیوله.

خو د کابل د امنیه قمندانۍ امنیتي مرستیال سید ګل آغا نوراني وایي چې پولیسو د پوځ ۶تنه سرتیري نیولي دي.

دی وایي چې له نیول شویو سرتېرو څخه پوښتنې پیل شوي دي.

نوراني وایي چې د ملي اردو درې رینجرې او شپږ تنه پولیس یې قانون ته حواله کړي دي، چې ترڅو هغوی ته سزا ورکړي.

ویل کیږي چې حکومت له دوی سره ځینې ژمنې کړې وې، چې د هغې عملي کول یې غوښتل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close