کابل: د قيصاري په ملاتړ لاريون ته څېرمه چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۵) د کابل امنيتي مسئولين وايي، هغه سرتيری بريدګر يې له منځه وړی چې غوښتل يې د قيصاري په ملاتړ په راغونډو شويو لاريونوالو بريد وکړي.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند حشمت ستانکزی پېښه تاييدوي وايي، بريدګر د پوليسو له لوري هدف ته تر رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.

د ستانکزي په خبره، پېښه د شهرينو پارک ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوې چې د دوستم او قيصاري په ملاتړ لاريون روان زياتوي پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو ځايي سرچينې وايي، د چاودنې له کبله  دوه تنه ټپيان شوي دي.

که څه هم امنيتي مسئولين وايي، بريدګر د پوليسو له لوري په ډزو سره وژل شوی خو د اطلاعات روز يوې سيمه ييزې رسنۍ بيا ليکلي: چې بريدګر د پوليسو په ډزو ټپي شوی او د ملي امنیت روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه د دغه بريد مسئولیت چا نه دی منلی.

تېره ورځ هم د کابل په لويديځ کې د کليو د پراختيا او بيارغونې وزارت ته څېرمه ورته ډول سرتيری بريد وشو چې د اوو تنو د وژل کېدو سربيره له پنځلسو زيات پکې ټپيان شول.

د پروني بريد مسئوليت داعش ډلې په غاړه اخيستی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close