کابل: د مسعود تلين پر نمانځونکو چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۸)

څو شيبې وړاند د کابل ښار په تايمني سيمه کې د مسعود تلين پر نمانځونکو درنه چاودنه شوې چې د چارواکو په وينا مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، دغه سرتيری بريد و چې د يوه موټرسيکل سپور له خوا د مسعود پلويانو پر کاروان شوی دی.

که څه هم نوموړي رسنيو ته په لومړنيو معلوماتو کې وويل، چې تر دې دمه په دغه برید کې دوه تنه ټپيان دي خو ځايي سرچينې وايي په یاد بريد کې مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په ټول کابل کې د مسعود پلويان چې د جمعيت ګوند بيرغونه يې له ځان سره لېږدول د هغه د تلين د نمانځنو په پلمه پر ښار وحشت خپور کړی و او هره خوا يې د وسلو سره تګ راتګ او ډزې کولې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close