کابل: د ملاتره خيل پلويانو اعتراضیه غونډې ته څېرمه چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)

د کابل ښار په نهمه ناحيه کې د انتخاباتو کمېسيون دفتر سره نږدې هغه مهال چاودنه شوې کله چې په سيمه کې د ملاتره خيل پلويانو اعتراضیه لارون روان و.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی وايي، یوه سرتيري بريد کوونکي غوښتل چې د خلکو منځ کې په ځان پورې چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړي چې د پوليسو له لوري تر پېژندل کېدو وروسته يې په ځان پورې چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د ستانکزي په وينا، په دغه چاودنه کې يو پليس وژل شوی او يو بل سخت ټپي دی.

دغه چاودنه نن د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې د اعتراض کوونکو له غونډې لږ ليرې رامنځته شوې ده.

په لومړيو کې د کابل پوليسو ويلي و چې چاودنه د مقناطيسي ماين له کبله شوې چې په يوې رينجر موټر پورې نښلول شوی و چې له کبله يې درې پوليس وژل شوي دي.

تر اوسه د چاودنې د نوعيت په اړه او د تلفاتو تر دې زيات معلومات نه دي ورکړل شوي او نه چا د دغه چاودنې مسئوليت منلی.

د يادونې ده، د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي ليست څخه د ملاتره خيل د نوم د ليرې کېدو په غبرګون د هغه پلويانو نن د ټاکنو کمېسيون مخته خيمه وهلې او د دغه کمېسيون دروازه يې تړلې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close