کابل: د میدان وردګو د ځانګړو ځواکونو قوماندان ووژل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۰)

امنیتي سرچینې وایي،  چې تیره ورځ مازدیګر مهال د میدان وردګو د ولایت د ځانګړو ځواکونو د قطعې مشر قوماندان فیروزخان په پلازمینه کابل کې وژل شوی دی.

 د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وایي، نوموړی قوماندان د کابل کمپنۍ ته څیرمه په قلعه کاشف سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو له خوا په نښه او ځای پرځای وژل شوی .

طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبر پاڼه کې یې ویلي چې نوموړی  تیره ورځ ناوخته دخپلو ناوړه کړنو په سزا رسیدلی دی.
باید وویل شي چې د محمود په نامه د نوموړي یو بل ورور هم چې د چک ولسوالۍ امنیه قومندان وو، څه موده وړاندې د طالبانو له خوا وژل شوی وو.
د یادونې وړ ده چې د ځانګړو ځواکونو قطعات په کندهار، خوست،  هلمند، میدان وردګو او یو شمیر نورو ولایتونو کې فعالیتونه کوي،  چې تر ډیره په بشرضده جنایاتو او ملکي مرګ ژوبله کې ښکیل بلل کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close