کابل: د واده د موټرو ترمنځ ترافیکي پیښې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

راپورونه وایي ، تیره شپه ناوخته د کابل د قره باغ ولسوالۍ اړوند د باریک آب سیمه کې لویه ترافیکي پیښه رامنځته شوې چې له امله یې ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شوي.
خبر زیاتوي، دغه پیښه د واده د ورا د موټرونو تر منځ چې له کابل د کاپيسا پر لور روان و ، رامنځ ته شوې؛ چې د سیمیزو خلکو په وینا، د پیښې پر مهال څو موټرونو له یو بل سره ټکر کړی دی.
وروستي راپورونه وایی چې په دغه پیښه کې ۲۰ تنه شهیدان او ۱۶ نور ټپیان شوي.
دغه راز څو موټر هم ویجاړ شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close