کابل: د وروستيو حملو په غبرګون لاریون شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)

د غزني په مالستان، جاغوري او روزګان ولايتونو کې د طالبانو د ورستيو حملو په غبرګون کې خلکو لاريون کړی دی.

لاريونوال وايي، چې په يادو بريدونو کې لسګونه عسکر وژل شوي او لا هم دغه لړۍ روانه ده خو حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه کوي.

دوی وايي، له دغه لاریون يې هدف دا دی چې حکومت يادو سيمو ته نور ځواکونه واستوي څو د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي.

که څه هم حکومت وړمه ورځ وويل چې د غزني جاغوري ولسوالۍ ته تازه دمي کومانډو ځواکونه استول شوي او وضعيت به ارام کړي خو د غزني د ولايتي شورا غړی خالقداد اکبري اریانا نيوز ته ويلي چې لا خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې په ترڅ کې يې مرسته کوونکي (اووه ويشت) کومانډو عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

ځينې راپورونه وايي، چې د غزني په جګړو کې د دولتي سرتيرو تر څنګ ملکيانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو تر اوسه د طالبانو او ځايي سرچينو له خوا د ملکي خلکو د تلفاتو خبر نه دی تاييد شوی.

له بله پلوه خبر ورکړل شوی چې تيره شپه د غزني مالستان ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده چې ځايي سرچينو او طالبانو د يادې ولسوالۍ سقوط تاييد کړی خو چارواکي يې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close