کابل: د ولسي جرګې د دوو غړیو د ساتونکو تر منځ نښته شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۴) زرغون خوږیاڼی

په کابل ښار کې د ولسي جرګې د دوو غړیو د ساتونکو ترمنځ نښته شوې، چې پکې دوه تنه ټپیان شوي دي. ویل کیږي چې نښته نن ماښام شاو خوا ۵ بجې د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې  رامنځته شوې ده.

د ولسي جرګې غړي اميرخان يار، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازي اکبر ستانکزي کسانو، نن د کاتب پوهنتون او حبيبيې لېسې ته نږدې په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو د استازې رحيمې جامې په کور ډزې وکړې.

ویل کیږي، چې اکبر ستانکزی  او رحیمي جامي سره په کابل کې ګاونډیان دي، په ډزو کې د رحیمي یو ساتونکی ټپي شوی دی.

 د امیر خان یار په وينا، د ستانکزي کسان تښتېدلي، خو کرولا موټر يې په سيمه کې پاتې دى، چې وروسته امنيتي ځواکونو ته وسپارل شو.

امیرخان وايي: “ويل کېږي چې د رحيمې جامي پر زوى د اکبر ستانکزى پور و، چې د خپل پور د لاسته راوړلو لپاره يې کسان رالېږلي و، خو ترمنځ يې وسله واله شخړه شوې ده.”

رحيمې جامې بيا ویلي، نن ماښام په کور کې و، چې ناڅاپه د اکبر ستانکزي کسانو د دوى پر کور ډزې وکړې، د کور دباندې کانټينر يې سورى سورى کړ، چې له امله يې د دې يو ساتونکى ټپي شوى دى.

هغې زياته کړه: “له اکبر ستانکزي سره زه او يا زما زامن هېڅ ډول شراکت يا معامله نه لري، نه پوهېږم چې ولې يې نن زما په کور بريد وکړ؛ که له ما سره کومه ستونزه يا خبره لرلئ، نو په صميمانه فضا کې به يې د خبرو له لارې راسره حل کړې واى، نه دا چې ډزې وکړي او وسله وکاروي.”

په سیمه کې امنیتي ځواکونو د پيښې په اړه پلټنې پیل کړي، خو په دې اړه یې د کومې خوا وسله وال نه دي نیولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close