کابل: د ولسي جرګې یو کاندید په مرموز ډول وژل شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۲)

راپورونه وایي، چې له پروان ولایت څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند “انور نیازی “ تیره ورځ په کابل ښار کې د یوې مرموزې پیښې په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړی.

د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون وياند حشمت ستانکزی وایي، پیښه تیر ماښام د شیرپور سیمه کې د یوه مقانطیسي ماین له کبله چې د نوموړي له موټر پسې نښلول شوی و، رامنځته شوه.

ستانکزی وایي، په چاودنه کې د یاد نوماند په ګډون ۴ کسان ټپيان شول، خو وروسته نيازي په روغتون کې ساه ورکړه.

مولوي محمدانور نيازى د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکى او له همدې ولایت نه ولسي جرګې ته خبلواک نوماند و.
دا په تیرو څو اونیو کې دریم نوماند شو چې وژل کیږي، تر دې وړاندې امریکایي ځواکونو یو نوماند په کابل وژلی و او یو بل د پکتیا په ګردیز کې په مرموزه توګه د خپلو ځامنو له خوا وژل شوی و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close