کابل: د پوليسو په ډزو اووه لاريونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۶)

د کابل په پګراميو ولسوالۍ کې پوليسو په لاريون کوونکو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه لاريون کوونکي وروسته له هغې د کابل ښار بګراميو سيمه کې سړکونو ته راووتل چې د حکومتي چارواکو له لوري يې کورونه په دې نوم ونړول شول چې ګواکې دوی حکومتي ځمکې لاندې کړي دي.

خو د بګراميو د ګوسفندرې اوسېدونکي وايي، چې دوی پر خپله ځمکه کورونه جوړ کړي، دغه ځمکې هغه مهال په پيسو اخيستي چې حکومت هم په جريان کې و زياتوي چې اوس ځينې زورواکي غواړي څو د دوی شخصي ځمکې غصب کړي.

د لاريونوالو له ډلې يو تن اغا جان وايي، ياده سيمه کې ډيری کورونه له پاکستان او د افغانستان له نا امنه سيمو څخه راکډه شوي زياتوي د خپل حق اخيستلو لپاره يې سوله ييز لاريون پيل کړ خو د پوليسو له لوري پرې ډزې وشوې چې په ترڅ کې يې دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.

له بله پلوه د کابل ګارنيزيون يوه قومندان ډګروال محمد هاشم په پېښه ناخبري ښيي زياتوي چې په سيمه کې حکومت د چا کورونه نه دي نړولي او په لاريونوالو د ډزو په اړه يې معلومات ورنه کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې پوليس پر لاريونوالو ډزې کوي بلکې څه موده مخکې هم پوليسو په خوست او لغمان کې پر لاريونوالو ډزې کړې او هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

که څه هم ولسمشر غني په بار بار ويلي چې له خلکو به حکومتي غصب شوې ځمکې خلاصوي او عام خلک او شنونکي وايي چې په هېواد کې زرګونه جريبه ځمکې د زورواکو، چارواکو له لوري غصب شوي چې حکومت يې پر وړاندې هيڅ اقدام نه کوي او يواځې هغه خلک زورول کېږی چې هېواد ته تازه راکډه شوې او يا د نا امنيو له کبله يې ځمکې په پيسو اخيستې وي او خپل عادي ژوند کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close