کابل: د پولیسو په جامه کې د غلو ۵ کسیزه ډله نیول شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) زرغون خوږیاڼی

د ملي امنیت ریاست ویلي، چې په کابل ښار کې یې د وسله والو غلو یوه ۵ کسیزه ډله نیولې، چې د ملي امنیت، پولیسو او څارنوالۍ له نامه یې په ګټې اخیستو سره په کابل ښار کې وسله والې غلاوې کولې.

د ملي امنیت ریاست په خبر پاڼه کې ویل شوي، دغې وسله والې ډلې د پولیسو په جامه کې چې رینجر موټر هم ورسره و په کورونو چاپې اچولې او دغلته به یې له کورونو قیمتي ګاڼې او نغدې روپۍ غلا کولې.

د ملي امنیت ریاست ویلي، چې یادې پنځه کسیزې ډلې چې  نومونه یې «عبدالغفور مشهور په(فرهاد) د عبدالاحد زوی، ذبیح الله د رحیم داد زوی، فدا محمد مشهور په(فرشید) د پاینده محمد زوی، محمد نذیر د محمد کریم زوی، خان محمد د حاجی زرخان زوی» دي، د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د یوه هټۍ وال کور ته ننوتلي وو، چې د ملي امنیت د منسوبینو لخوا ونیول شول.

یاد ریاست ویلي، چې د غلو دغې پنځه کسیزې ډلې سره د پولیسو یو رینجر موټر ، دوه کلاشینکوف توپکونه او دوه توپنګچې هم نیول شوي دي، خو دوی نه ده روښانه کړې چې د غې غلو د پولیسو رینجر موټر له کومه کړی؟.

نیول شویو غلو اقرار کړی، چې په دغه کور کې ۷ اووه لاکهه ډالر وو او دوی یې د  چور کولو لپاره ورغلي وو.

دا چې د غلو سره د ملي پولیسو رینجر موټر هم شته نو جوته ده چې د سیمې له کوم چارواکي او یا له کوم قومندان سره به اړیکه لري، چې دولتي رینجر موټر یې هم د غلا لپاره ورسپارلی دی.

له اوږدې مودې راهیسې د کابل ښار اوسېدونکي وايي، چې په دغه ښار کې غلاګانې زياتې شوي او غله د امنيتي کسانو په جامه کې غلاګانې ترسره کوي، دوی زياتوي که دولت د دې مخنيوی ونکړي نو شايد په کابل ښار کې ګډوډي رامنځته شي او په حکومت د خلکو باور لا نور هم کم شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close