کابل سروبي کې طالب وسله والو د ملي امنیت په کاروان برید کړی دی

کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې تېره ورځ ۱۱ بجې په تورناو سیمه کې طالب وسله والو د ملي امنیت اکمالاتي کاروان تر برید لاندې راوست.

ویل کیږي چې په دې جګړه کې د ملي امنیت اووو تنو سرتیرو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

او د ملي امنیت ۲رینجرې، ۲ اکمالاتي کانټینر او ۱ لنډکروزر موټر له منځه تللي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close