کابل: شهرنو کې وسله واله نښته روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۲)

څو شيبې مخکې د کابل ښار په شهرنو سيمه کې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اوريدل شوي چې لا هم ادامه لري.

ځينې خبري سرچينې وايي، چې بريد د وسله والو له لوري د لويې څارنوالۍ په ودانۍ شوی او لا هم ډزې روانې دي.

خو وروسته ځينو سرچينو راپور ورکړ چې د امنيتي ځواکونو او د فاع وزارت د پخواني چارواکي د وسله والو تر منځ نښته شوې ده.

د دولتي ځواکونو او رحیم وردګ د ساتونکو تر منځ هغه وخت نښته رامنځته شوې چې کله دولتي ځواکونو غوښتل د رحیم وردګ کور تخلیه کړي نو د هغه د ساتونکو له خوا ورسره جګړه شوې ده.

ويل کېږي، چاودنه نه ده شوې خو د راکټ لانچر او وړو وسلو ډزې تبادله شوي دي.

تر اوسه د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده او لا هم د پيښې کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close