کابل: شپږمې حوزې چاودنه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وايي د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مخ ته په شوې چاودنه کې د دې وزارت “لسو کارمندانو او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.”
‏د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزی وایي؛ تر اوسه د پیښې د قربانیانو هویت لا څرګند نه دی، چې ایا دا د کلیو د پراختیا د وزارت کارکوونکي وو او که نور کسان وو.

هغه وویل، د برید په ځای کې څو نور دفترونه هم شته

د ده په خبره؛ لومړني مالومات ښیي په پيښه کې لږ تر لږه ۷ تنه مړه او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي. په قربانيانو کې بهرني وګړي هم شتون لري.
سرچینې وایي، چاودنه د مقانطیسي ماین له امله چې په یو ټانکر پسې نښلول شوی و، رامنځته شوې خو د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې چاودنه د سرتیري برید له امله وه.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند، فریدون آژند، ویلي، چاودنه نن شاوخوا څلور نیمې بجې د وزارت ودانۍ په دروازه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د وزارت کارمندان له ودانۍ د وتلو په حال کې وو.

د پیښې ځای ته ګڼ شمیر امبولانسونه رسیدلي او د تلفاتو د زیاتوالي خبر ورکړل شوی.

د برید پړه تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close